فیض اباد (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۹۷): بدخشان کې سیمه ییز چارواکي وایي چې د طالبانو د ډله ییز برید په ترڅ کې، یوه امنیتي پوسته سقوط شوې چې د ملي اردو ۱۸ سرتېري په کې وژل شوي دي.
د بدخشان د ولایتي شورا غړي عبدالله ناجي له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پرمهال وویل، دا مرګ ژوبله هغه وخت رامنځ ته شوه چې تېره شپه وسلوالو طالبانو په ډله ییزه توګه د جرم ولسوالۍ په شیخ ولول سیمې کې د ملي اردو پر یوه پوسته ډله ییز برید وکړ.
سرچینې زیاته کړه چې د دې ډله ییز بريد په پایله کې د ملي اردو یو پوسته د مخالفینو په لاس سقوط او د ملي اردو ۱۸ سرتېري په کې ووژل شول او پوسته کې موجود ټول امکانات د طالبانو له لوري وړل شوي دي.
یاد سیمه ییز چارواکي وویل چې د ملي اردو او طالبانو تر منځ نښته کې، ۱۲ وسله وال طالبان هم وژل شوي چې بهرني وګړي هم په کې شامل دي.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، پوسته تر نن سهاره د مخالفینو په لاس کې وه؛ خو د تازه دمه ځواکونو په رسېدو، طالبانو پوسته پرېيښې او شاتګ یې کړی دی.
په ورته وخت کې د بدخشان د امنیه قوماندانۍ د اوپراسیون امر سمونوال امام علي عزیزي د طالبانو په لاس د پوستې سقوط تایید کړل؛ خو ویې ویل چې تر اوسه دې پېښه کې د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې په اړه کره شمېر نشته ورسره .
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن