ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د ولسواليو شوراګانو ته د ښځينه نوماندانو نه حاضرېدو اندېښنې پيدا کړي

پکتيا کې د ولسواليو شوراګانو ته د ښځينه نوماندانو نه حاضرېدو اندېښنې پيدا کړي

author avatar
13 Jun 2018 - 11:59
پکتيا کې د ولسواليو شوراګانو ته د ښځينه نوماندانو نه حاضرېدو اندېښنې پيدا کړي
author avatar
13 Jun 2018 - 11:59

ګردېز(پژواک،٢٣غبرګولى٩٧): د راتلونکو ټاکنو لپاره د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د نوم ليکنې موده په خلاصېدو ده، خو په پکتيا کې د ولسواليو شوراګانو ته د ښځينه نوماندانو نه حاضرېدو د ټاکنو کمېسيون اندېښمن کړی دی.

د ياد کمېسيون د معلوماتو له مخې، د دې ولايت د ولسواليو شوراګانو ته تر اوسه يواځې يوې او ولسي جرګې ته څلورو ښځو په رسمي ډول نوم ليکنه کړې ده.

د پکتيا اوسېدونکي او مدني فعالان ناوړه امنيتي حالت، د ولسواليو شورا د نوې پروسې په اړه نه پوهاوی او کلتوري محدوديتونه د مېرمنو د زياتې نوم ليکنې او ونډې نه اخيستو عمده عوامل بولي.

قومي مخور ګلزار د غبرګولي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مرکز ګردېز د ډېری سيمو ترڅنګ په ولسواليو کې امنيتي وضعيت د ډاډ وړ نه دی.

دی وايي: ((په ولسواليو کې امنيتي مشکل دی او بل دا چې عامه پوهاوی نشته، بايد عامه پوهاوی وشي چې که ښځينه کانديدېږي په دومره تذکرو کاميابيږي او دومره معاش او امتيازات لري او نور.))

دغه راز ګردېز کې مدني فعال سيدجمال اصف خېل د مېرمنو لپاره فعالې ادارې، په تېره د ښځو چارو رياست پړ بولي چې نه دی توانېدلی ښځو ته د نوماندېدو په اړه لازم معلوماتو ورکړي او ويې هڅوي.

اصف خېل په دې برخه کې د امنيتي ستونزو سربېره د ټاکنو کمېسيون تخنيکي نيمګړتياوې هم خنډ بولي او وايي چې که د ښځو لپاره لازم پوهاوی او کار شوی وای، ښايي ډېرو مېرمنو ځانونه نوماند کړي وای.

نوموړي زياته کړه: ((حکومت بايد جدي کار وکړي، امنيتي او تخنيکي ستونزې بايد حکومت او کمېسيون په ګډه حل کړي؛ دا به د پکتيا لپاره ډېره بده وي، چې موږ پوره شمېر ښځينه کانديدانې ونه لرو.))

دغه راز د پکتيا د ښځو چارو رييسه نسرين اورياخېل هم ولسواليو شورا ته د مېرمنو د نه نوماندېدو ستونزه مني، خو وايي چې دا نوې پروسه ده او ټاکنو کمېسيون په دې اړه لازم کار او عامه پوهاوی ونه کړ.

اورياخېل کلتوري محدوديتونه هم د ښځو د کانديديدو پر وړاندې خنډ يادوي او وايي: ((د انتخاباتو پروسه ډېره ژر شروع شوه او خلکو ته سم پوهاوی ونه شو، دا يو نوی کار دی چې په ولسواليو شوراګانو لپاره وکيلان ټاکل کيږي.))

خو بل لورته د پکتيا د ټاکنو کمېسيون د عامه پوهاوي مسوول شېر علي فيضي وايي چې دوی تر خپل وس او د امکاناتو تر حده خلک د ټاکنو په نوې پروسه پوه کړي، خو دا مني چې د دې چارې لپاره يې امکانات او پوښښ کم و.

فيضي وويل چې د ولسواليو شورا ۲۵٪ سلنه غړي بايد مېرمنې وي او که هغوی ځانونه نوماند نه کړي، نو دا چې سړي د مېرمنو ځای نه شي نيولی، نو دا برخه څوکۍ خالي پاتې کيږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.