ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حزب اسلامي ۱۸۴ نور بنديان خوشي شول

د حزب اسلامي ۱۸۴ نور بنديان خوشي شول

author avatar
14 Jun 2018 - 16:27
د حزب اسلامي ۱۸۴ نور بنديان خوشي شول
author avatar
14 Jun 2018 - 16:27

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۷): د حزب اسلامي ۱۸۴ نورو بنديانو په خوشې کېدو سره د دغه حزب د خوشي شوو بنديانو شمېر ۵۰۰ کسانو ته ورسېد؛ خو لا هم د دغه حزب ۳۷۰۰ کسان بنديان دي.

حزب اسلامي له افغان دولت او په هېواد کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره په وسله وال مخالفت بوخت و، د تېرکال په تله مياشت کې يې له افغان دولت سره د سولې تړون لاسليک کړ.

د دغه تړون له مخې، بايد د ياد حزب بنديان د دولت له بندخونو خوشي شي.

د کورنيو چارو وزارت د محاکمو د ارتباط مشر پاسوال شاه ميراحمد پور وويل چې ټاکل شوې د ولسمشر فرمان پر اساس د حزب اسلامي ۲۵۰ نور بنديان هم خوشي شي.

هغه چې د بندیانو د خوشي کېدو په مناسبت نیول شوو مراسمو کې خبرې کولې، وويل چې له دې ډلې ۸۶ کسان د بګرام او ۹۸ د څرخي پله له بندخونو ازاد شول او ټاکل شوې چې ۶۶ نور بنديان د رسمي پړاوونوله ترسره کېدو وروسته په راتلونکو ورځو کې خوشي شي.

د سولې تړون له لاسلیک وروسته دا څلورم ځل دی چې د دغه حزب بندیان خوشي کېږي.

په دغو مراسمو کې د حزب اسلامي د مشرتابه غړي غيرت بهير د بنديانو له خوشي کېدو د هرکلي تر څنګ وويل چې تر اوسه د نن ورځې خوشي شوو بنديانو په ګډون په څلورو پړاوونو کې د دغه حزب ۵۰۰ بنديان ازاد شوي دي.

خو نوموړي وویل چې د حزب اسلامي نږدې ۳۷۰۰ کسان لا هم بنديان دي.

بهير خوشي شوو بنديانو ته په خطاب کې وویل: ((تاسو د سولې سفيرانو په توګه په هېواد کې د یووالي او اتفاق او سولې ټينګښت لپاره کار وکړئ.))

د حزب اسلامي او افغان دولت تر منځ د تړون د پلې کېدو د ګډکمېسيون مشر نصرالله صفاري وویل: ((خلک بايد په دې اړه چې ګواکې خوشي شوي کسان به بېرته د مخالفينو له لیکو سره يوځای شي اندېښنه ونه لري، له ټولو بنديانو څلور ډوله ضمانت اخيستل کېږي څو بيا له دولت سره د مخالفت لار غوره نه کړي.))

د خوشي شوو بنديانو له ډلې پامير صافي چې نن ازاد شوی وويل، دی د سياسي فعاليتونو له امله پر شپږ کاله حبس محکوم شوی و او له درېیو کلونو او څلورو میاشتو حبس تېرولو وروسته له بندخونې ازاد شو.

نوموړي زياته کړه چې پخوا يې هم له نظام سره پوځي مخالفت نه درلود او له دې وروسته به په هېواد کې د سولې ټينګښت لپاره ډېرې هلې ځلې وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.