ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو له خوا د مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیز د لوګر خلک له ستونزو سره مخ کړي

د طالبانو له خوا د مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیز د لوګر خلک له ستونزو سره مخ کړي

author avatar
14 Jun 2018 - 11:49
د طالبانو له خوا د مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیز د لوګر خلک له ستونزو سره مخ کړي
author avatar
14 Jun 2018 - 11:49

پل علم (پژواک، ٢٤ غبرګولى ۹۷): د لوګر اوسېدونکي شکايت کوي چې په مرکز پل علم او ولسواليو کې وسله والو طالبانو د شپې له مخې د ټيلېفوني شبکو پر فعاليت بنديز لګولى چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي.

د لوګر د مرکز پل علم اړوند د دادوخېلو سیمې اوسېدونکي عبدالله د غبرګولي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو لسو ورځو راهيسې د شپې له مخې په مرکز او ولسواليو کې ټيلېفوني شبکې کار نه کوي.

هغه زياته کړه: ((د مازديګر له شپږو بجو د سهار تر پنځو بجو پورې موبايلونه کار نه کوي چې دا يو لوى مشکل دى.))

دغه راز د محمد اغې ولسوالۍ د غزني خېلو سيمې اوسېدونکي فريد احمد پژواک ته وويل چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دوى په سيمه کې ټيلېفوني شبکې د ورځې او شپې له مخې کار نه کوي.

هغه وايي: ((دوه مياشتې مخکې طالبانو دلته درې انتونه وسوځول، له هغه وروسته بېخي ټيلېفونونه کار نه کوي او په نورو سيمو کې بيا د طالبانو په امر د شپې له مخې ټيلېفون کار نه کوي.))

همدارنګه د څرخ ولسوالۍ د پنګرام سيمې اوسېدونکي سيداحمد شاه وويل چې د روان کال له پيله په دې ولسوالۍ طالبانو د ټيلېفوني شبکو پر فعاليت بنديز لګولى دى.

هغه وايي: ((د ورځې له مخې کله نا کله کار کوي خو دا درې مياشتې کيږي چې شپې له مخې بيخي کار نه کوي.))

ده زياته کړه: ((د شپې له مخې کله چې مريض پيدا شي، نو مشکل بيا ډېرېږي، څو ورځې مخکې زما مور مريضه وه، ټيلېفونونو کار نه کاوه چې موټر مو را غوښتى واى، نو په سخت مشکل کې پاتې وو.))

همدانګه د لوګر ولايتي شورا غړي سيد قريب الله سادات د اړوندې موضوع په اړه پژواک ته وويل چې د مرکز تر څنګ په ټولو ولسواليو کې د شپې له مخې ټيلېفوني شبکې کار نه کوي.

سادات وايي: ((حکومتي کسان خو کولاى شي چې له مخابرو او نورو وسايلو هم کار واخلي، پر شبکو بنديز لګول يواځې عام خلک له مشکل سره مخ کړي دي.))

ياده موضوع د لوګر چارواکي هم تاييدوي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزى وايي چې د ځينو تخنيکي ستونزو له امله د شپې له مخې مخابراتي شبکې کار نه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.