ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې یو شمېر ښځو د اوربند غځېدو په موخه لاریون وکړ

ننګرهار کې یو شمېر ښځو د اوربند غځېدو په موخه لاریون وکړ

author avatar
14 Jun 2018 - 11:34
ننګرهار کې یو شمېر ښځو د اوربند غځېدو په موخه لاریون وکړ
author avatar
14 Jun 2018 - 11:34

جلال اباد (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۷): په جلال اباد ښار کې لسګونو مېرمنو د سوله ییز لاریون په ترسره کولو سره د حکومت او افغان وسله والو طالبانو تر منځ د اوربند مودې غځېدو غوښتنه وکړه .

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې پرون ماښام (د غبرګولي ۲۳مه) لسګونو مېرمنو د مخابراتو له څلورلارې تر پښتونستان څلورلارې پورې د سوله ییز لاریون په ترڅ کې د حکومت او افغان وسله والو طالبانو تر منځ د اوربند مودې غځېدو غوښتنه وکړه .

د مېرمنو د یاد لاریون تنظیموونکې حسنا احمدزۍ وویل، له دغه لاریون څخه یې موخه د ټولو ښکېلو خواو جګړې ته د پای ټکي اېښودو غوښتنه ده .

هغې زیاته کړه، ټولې مېرمنې او خویندې د افغان وسله والو طالبانو له لوري د درې ورځني او د حکومت له لوري د اووه ورځني اوربند اعلان خوشحاله کړي، خو پر دواړو لورو غږ کوي چې د دغه اوربند موده دې وغځوي .

د احمدزۍ په وینا، د جګړې له امله یې د هېواد زرګونه مېرمنې کونډې شوې، خویندې بې وروره شوې او میندې بورې شوې، له همدې امله له جګړې ستړي شوي؛ ځکه په هېواد کې د ټولو ښکېلو خواوو غواړي چې د جګړې پر ځای د سیاسي فعالیت له مخې خپلو موخو ته ځانونه ورسوي .

يادو مېرمنو چې د سولې سمبول ټیکري یې پر سر کړي وو او د سولې، امن، اوربند او یو شمېر نورو موضوعاتو اړوند لیکلي شعارونه یې له ځان سره لېږدول، پر نړیوالې ټولنې یې هم په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دا لومړی ځل دی چې لسګونه مېرمنې د جلال اباد ښار په زړه کې له یوې څلورلارې تر بلې څلورلارې پورې په پلي تګ سره د جګړې د پای ته رسېدو او اوربند مودې غځېدو غوښتنې کوي.

د يادولو ده، افغان حکومت د روژې له ۲۷مې او طالبانو د اختر په دريو ورځو کې د يو بل پر وړاندې اوربند اعلان کړی چې د هېواد په ډېرو ولايتونو کې يې د دوام غوښتنه وشوه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.