ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نیمروز کې د بلوڅي ځانګړو جامو پلور ډېر شوی

په نیمروز کې د بلوڅي ځانګړو جامو پلور ډېر شوی

author avatar
15 Jun 2018 - 10:33
په نیمروز کې د بلوڅي ځانګړو جامو پلور ډېر شوی
author avatar
15 Jun 2018 - 10:33

زرنج (پژواک،٢٥غبرګولى ٩٧): د نیمروز ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې ۹۰ سلنه ښځې بلوڅي جامي اغوندي او د یاد ولایت ډېری مېرمنې د بلوڅي جامو پر جوړولو لګیا دي.

 په نیمروز کې د ښځو چارو د ریاست مسوولې شيما محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې له ۸۰ تر ۹۰ سلنې بلوڅي او د نورو قومونو اړوند ښځې له ( زی استین ګپتان) جامو څخه استفاده کوي او له ۵۰ تر ۶۰ سلنه ښځې په یاد ولایت کې په ځانګړي ډول په کلیو او ولسوالیو کې د دغو جامو په خامک جوړولو بوخت دي.

نوموړې زیاتوي چې په نیمروز کې هره ښځه د توان تر کچې د ستنې کار پر هنر بوخته ده؛ خو له بده مرغه چې تر اوسه هېڅ بنسټ نه دی حاضر شوی، ترڅو د یادو دغو لاسي صنایعو د پرمختګ او بازارموندنې په برخه کې مرسته وکړي.

د یاد ولایت د بلوڅو یو قومي مشر حاجي ملنګ رسولي پژواک خبري اژانس ته وويل، د زی استین ګپتان جامې د بلوڅو محلي جامې دي چې د افغانستان، ایران او پاکستان په هغه سیمو کې چېرته چې بلوڅ اوسېږې استعمالېږي؛ خو د یادو جامو استعمال اوس ډېر شوی دی.

خو نوموړي زیاته کړه چې په ټولیز ډول په نیمروز کې د ټولو قومونو وګړي یادې بلوڅي جامې اغوندي؛ ځکه چې په دې جامو سره د پردې له نظره ټول بدن پوښي، دويم دا چې د ډېر خامک درلودو له امله ډېره ښکلا لري او د کیفیت له نظره د ډېر وخت لپاره دوام کوي.

که څه هم  چې د غاليو او فرشونو د اوبدلو صنعت چې یو وخت يې د نیمروز د ښځو لپاره مهم عاید وو خو له بده مرغه  اوس کم شوی او په دغه ولايت کې  اوس ډېری ښځې د بلوڅي جامو جوړولو ته مخه کړې ده. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.