ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځینو امریکايي سرچینو د ملا فضل الله د وژل کېدو ادعا کړې

ځینو امریکايي سرچینو د ملا فضل الله د وژل کېدو ادعا کړې

author avatar
15 Jun 2018 - 13:15
ځینو امریکايي سرچینو د ملا فضل الله د وژل کېدو ادعا کړې
author avatar
15 Jun 2018 - 13:15

کابل (پژواک، ٢۵ غبرګولی ۹۷): امریکایي سرچینو ویلي چې په کونړ ولایت کې ډیورنډ پولې ته څېرمه د بې پیلوټه الوتکې برید کې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

په واشنګټن کې د امریکا د دفاع وزارت سرچینو ځایي رسنیو ته ویلي چې یاد برید د تېرې چهارشنبې ورځ ترسره شوی دی.

د امریکا پوځ هم ویلي چې په دغه برید کې یې د ملا فضل الله د وژل کېدو په اړه نا تایید شوي راپورونه ترلاسه کړي دي.

په کابل کې د امریکايي ځواکونو یوه ویاند ډګرمن مارټین ګوډونيیل هم د یاد برید د پخلي تر څنګ ویلي، ډېر امکان شته چې ملا فضل الله وژل شوی وي.

ملا فضل الله د تحریک طالبان پاکستان مشر دی چې په دې وروستیو کې یې د جماعت الاحرار په نوم بله جنګي ډله جوړه کړې ده.

تر اوسه د افغانستان حکومت او د یادې ډلې له خوا په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

تر دې مخکې هم څو ځلي د ملا فضل الله د وژل کېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي، خو ناسم ثابت شوي دي.

پاکستان ادعا کوي چې ملا فضل الله په افغانستان کې پټ دی، خو افغان حکومت بیا وایي چې نوموړی به د ډیورنډ پولې په شاوخوا او یا هغو سیمو کې وي چې د افغان حکومت تر حاکمیت لاندې نه دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.