ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتمر : افغانان دتپل شوې جګړې دوام په هیڅ صورت کې نه غواړي

اتمر : افغانان دتپل شوې جګړې دوام په هیڅ صورت کې نه غواړي

author avatar
16 Jun 2018 - 12:29
اتمر : افغانان دتپل شوې جګړې دوام په هیڅ صورت کې نه غواړي
author avatar
16 Jun 2018 - 12:29

کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۷) : د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر وایي، په هیواد کې د جنګ د اور لمبې د بهرنيو هېوادونو او د دوی د مغرضو استخباراتي کړيو د شومو موخو لپاره بلې ساتل شوې.

نوموړي دغه څرګندونې د نیکمرغه کوچني اختر پر مهال د اوربند او د طالب وسله والو او ملي ځواکونو سره یو بل سره داختر مبارکۍ په اړه پخپل پیغام کې کړې دي.

وروسته له هغه چې داختر په ورځو کې د حکومت او وسله والو طالبانو لخوا اعلان شوی اوربند عملي شول او په بیلا بیلو سیمو کې طالبان او ملي ځواکونه سره یو ځل داختر خوښۍ ولمانځلې اوعکسونه یې واخیستل.

حنیف اتمر ویلي، داختر ټول انځورونه خو دا ځانګړی انځور ډيرې خبرې لري د دې دوو ځوانانو موسکا، د وطن پر نېکمرغه راتلونکې، د دوو فکرونو او دوو جهتونو مشترکه باورمندي ښیي.

هغه زیاته کړې، دا دوه ځوانان، د فکرونو په دوو متفاوتو قطبونو کې اوسيږي، خو د څېرو شباهت یې وايي، چې دوی یوه وینه، یوه خټه او یوه نسلي رېښه لري او د وطن لپاره واحده او ښېرازه راتلونکې غواړي. 

اتمر وایي : (( زموږ پر پاکه خاوره د جنګ د اور لمبې د بهرنيو هېوادونو او د دوی د مغرضو استخباراتي کړيو د شومو موخو لپاره بلې ساتل شوې، کنه افغانان د دې تپل شوې جنګ دوام په هيڅ صورت نه غواړي. ))

د هغه په وینا، د دې دوو ځوانانو، همځولی نسل، د وطن له نخبه سیاسي قشر، د سولې او اوربند د غځولو او په دې اړه د خپلو کړیو ژمنو د پلي کولو غوښتنه کوي.

د ملي امنیت سلاکار زیاته کړې، د دې دوو ځوانانو همځولی نسل، باور لري، چې که زما په شمول، د هېواد سیاسي قشر او د افغان سولې او اوربند ښکېل اړخونه، د سولې او اوربند لپاره خپل تعهدات پلي نه کړي، د یوه مظبوط وطن د ویجاړۍ او یوه بشپړ نسل د تباهۍ له تاریخي مسوولیت به ځانونه ونه ژغوري.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.