هرات(پژواک۲۶ غبرګولی۹۷): د هرات ولايت په ځينو ولسواليو کې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو فعاليتونه بندېږي او خلک يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.
د هرات ولايت اوسېدونکي وايي چې له ډېر وخت راهيسې د شپې له اوو يا اتو بجو څخه د سهار تر شپږو بجو پورې د مخابراتي شبکو فعاليتونه بندېږي.
شينډنډ، زېرکوه، پشت کوه، زاول، کوه زور، ادرسکن، پشتون زرغون، اوبه، کرخ او کشک کهنه هغه ولسوالۍ دي چې د شپې له خوا په کې مخابراتي شبکې خپل فعاليتونه بندوي او له امله يې ددې ولسواليو اوسېدونکي اندېښمن شوي دي.
د شينډنډ ولسوالۍ يوه هټۍوال عبدالحميد پژواک خبري اژانس ته وويل:" له څو کلونو راهيسې زموږ په ولسوالۍ کې د مخابراتي شرکتونو انتنونه پرې شوي، زموږ د شاوخوا ولسواليو هم چې پخوا له شينډنډ سره يو ځای وې، لکه زېرکوه، پشت کوه، زاول هلته هم سل په سلو کې پرې دي، ځکه هلته ټول طالبان دي او د شپې له خوا شبکې خپل فعالتونه بندوي."
د شينډنډ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي شريف احمد پژواک ته وويل چې دغه ستونزه له کلونو راهيسې په ياده ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو ستونزه وه او تر اوسه هېڅ رسېدنه نه ده ورته شوې.
نوموړي زياته کړه چې په دغه ولسوالۍ کې د شپې له خوا د سهار تر شپږو بجو پورې د مخابراتي شبکو فعاليتونه بندېږي چې دې کار خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.
د هرات د کرخ ولسوالۍ اوسېدونکی جاوېد عزيز هم په خپلې ولسوالۍ کې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو د فعاليتونو له بندېدو څخه شکايت کوي او ويې ويل:" زموږ په ولسوالۍ کې ډېری وخت د شپې له ۱۰ د سهار تر شپږو بجو پورې مخابراتي شبکو فعاليتونه بندېږي او نه پوهېږم چې ولې او طبيعي ده چې موږ ته يې ستونزې رامنځ ته کړې دي. "
د اوبه ولسوالۍ اوسېدونکي غلام محبوب هاشمي له دولت څخه وغوښتل چې دې ستونزې ته دې په جدي توګه رسېدنه وکړي.
په ورته وخت کې په هرات کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست چارواکي وايي چې يو شمېر مخابراتي شرکتونه د طالبانو د ګواښونو له امله د شپې له خوا خپل فعاليتونه بندوي.
د هرات د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست سرپرست عزيز الرحمن طيب پژواک ته وويل چې اوسمهال په هرات کې د مخابراتي شرکتونو له ۵۰۰ډېر انتنونه او ټاورونه شتون لري چې ځينې يې د امنيتي ګواښونو له امله د شپې له خوا په پشتون زرغون، اوبه، کرخ، شينډنډ، ادرسکن او کشک کهنه ولسواليو کې خپل فعاليتونه بندوي.
د هرات ولايت د مخابراتو رياست د اترا يا مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې ددفتر مسوول زمري همدرد هم ددغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د مخابراتي شبکو د انتنونو پروړاندې امنيتي ګواښونو له امله اندېښنه په ډاګه کړه او ويې ويل چې په يو شمېر ولسواليو کې د مخابراتي شرکتونو له خاوندانو څخه باج غواړي او که باج ور نه کړي، انتنونه يې ورته سوځوي.
د هغه په وينا، له بلې خوا ښايي طالبان په ولسواليو کې ځينې عمليات ولري او له دې امله نه غواړي چې مخابراتي شبکې دې فعاليت ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن