ميدان ښار (پژواک ٢٦غبرګولى ٩٧): له هلمند څخه د سولې راخوځېدلى کاروان له ٣٥ورځني پلي مزل وروسته نن د ميدان وردګو مرکز ميدانښار ته راوسېد.
په هغه غونډه کې چې د ميدان ښار په جامع جومات کې جوړه شوې وه د سولې د کاروان تود هرکلى وشو.
په دې غونډه کې د حکومتي چارواکو ترڅنګ وسله والو طالبانو، امنيتي سرتېرو، د سولې شورا غړو او عامو وګړو چې شمېر يې شاوخو درې زره تنو ته رسېده برخه اخيستې وه .
ژورنالېست او مدني فعال نجيب الله فکرمند پژواک اژانس ته وويل چې د سولې دغه کاروان نن غرمه مهال ميدان ښار ته راورسېد او په ملاتړ يې يو لاريون هم وشو.
ده وويل چې لاريون کوونکو د اوربند ددوام او د سولې د ټينګښت غوښتنه وکړه او له دولت او طالبانو يې وغوښتل چې د خلکو دې غوښتنې او خوښۍ ته مثبت ځواب ووايي او اوربند دې له اختره وروسته هم دوام پيدا کړي .
ده وويل چې له لاريون وروسته د سولې کاروان د سلګونو کسانو په ملتيا د ميدان ښار جامع جومات ته بدرګه شو او هلته يې په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.
د هلمند د سولې کاروان يوتن غړي خيبر پژواک اژانس ته وويل چې دوى له ٣٥ورځني پلي مزل څخه چې له لښکرګاه يې پيل کړى و نن غرمه (د غبرګولي په ٢٦مه) ميدان ښار ته راورسېدل.
هغه وويل چې دوى د ميدان ښار په نننۍ غونډه کې خپلې څلور غوښتنې وړاندې کړې ، چې لومړى دې اوربند دومداره شي، دويم دې طالبان معلوم ادرس پيدا کړي،درېيم دې ګډ نظام رامنځته شي او څلورم دې د بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش وټاکل شي .
خيبر زياته کړه چې په کابل کې دې دولت ددوى دتاوده هرکلي پرځاى دغه پورته يادې څلور غوښتنې ومني او که يې ومني دا به ددوى ښه هرکلى شوى وي.
د نوموړي په خبره چې نن دوى په ميدان ښار کې له يو شمېر کسانو سره ليدنې لري او تر هغه به وروسته بيا پرېکړه وکړي چې کله دوى د کابل پر لور حرکت وکړي .
خو يوې باوري سرچينې پژواک ته وويل چې د سولې کاروان غړي به سبا(د غبرګولي په ٢٧مه ) د کابل پرلور وخوځي.
هغه وويل چې دوى له لښکرګاه څخه اته تنه را روان شوي و، خو اوس يې شمېر ٧٢تنو ته رسېدلى. د هلمند په مرکز لښکرګاه کې دغه د سولې کاروان وروسته له هغه حرکت پيل کړ چې کله د مارچ په ٢٤مه د لښکرګاه په ايوب خان لوبغالي کې ځانمرګى بريد وشو او د ماشومانو په ګډون يې ١٦تنه ووژل او ٣٣تنه نور يې ټپيان کړل .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن