ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د وچکالۍ وېره له منځه تللې

بغلان کې د وچکالۍ وېره له منځه تللې

author avatar
17 Jun 2018 - 14:33
بغلان کې د وچکالۍ وېره له منځه تللې
author avatar
17 Jun 2018 - 14:33

پلخمري (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٧): د بغلان د کرنې او اوبو لګولو ادارې چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د وروستيو پرله پسې ورښتونو له امله د وچکالۍ کچه را ټيټه شوې او کروندګرو د هغو تخمونو کر ته مخه کړې چې ډېرو اوبو ته اړتيا لري.

بغلان د کرنې او مالدارۍ ریيس عبدالوهاب خیرزاده پژواک خبري اژانس ته وویل، د ژمي په موسم کې ورښت نه دی شوى چې له امله دوى اندېښمن وو او د شولو کر یې بند کړى و.

هغه زياته کړه: ((موږ د پسرلي په لومړۍ میاشت کې تېر ژمي ته په کتو چې ورښت نه وو شوی او په غرونو کې هم هومره واورې نه وې چې کروندو ته یې مړه خېټه اوبه رسولې وای، په بغلان کې د شولو کر منع اعلان کړ او ناهیلې ځکه وو چې هغه مهال د پلخمري په سیند کې هم بېخي اوبه نه وې.))

خو د ده په وينا، وروستیو ورښتونو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پنځوس سلنه اندېښنې له منځه یووړې.

هغه وايي: ((په بغلان کې د پرله پسې ورښتونو له امله د غرونو په لمنو کې تازه واښه را شنه شوي او هغه مالدار چې د وښو نشتوالي د څارویو پلور ته اړ ایستي وو، د څارویو بېرته ساتلو تمه یې پیدا شوې ده.))

دغه راز د بغلان د اوبو لګولو د تنظیم ادارې ريیس انجنیر اصف الله هم پژواک ته وویل چې د هېواد په شمال کې له نېکه مرغه وروستیو ورښتو تر ډېره د اوبو د کموالي ستونزه له منځه وړې ده.

هغه وايي چې اداره یې له یوې میاشتې راهیسې د اوبو لګولو په برخه کې له هېڅ ډول ستونزې سره نه ده مخ شوې او نه هم چا ورته د اوبو د کمښت شکایت کړی دى.

ده وویل: ((اوس مهال د پلخمري په سيند کې له اړتیا پورته اوبه بهیږي او د سالنګ په غرونو کې هم واوره شته چې تر راتلونکي څه وخت لپاره اوبه راکړي خو وېره شته که هوا ډېره ګرمه شي واوره به ژر ویلې شي او د اړتیا تر مهال مخې ته به اوبه کمې شي چې بیا ځل به د اوبو له کمښت سره مخ شو.))

بل لور ته د پلخمري کروندګرو هم په بغلان کې پرله پسې ورښتونو ته په کتو د هغو کښتونو کرلو ته چې ډېرو اوبو ته اړتیا لري، مخه کړې ده.

پلخمري ښار د وزیر اباد سیمې کروندګر عالم ګل پژواک ته وویل چې د پسرلي په لومړۍ میاشت کې چې باران نه و او اوبه هم په ویالو کې کمې وې، دوى يې اندېښمن کړي وو.

د هغه په وينا، د کرنې رياست هم دوى د شولو د نه کرلو امر کړى چې له امله يې دوى له ستونزو سره مخ وو.

خو زياتوي: ((اوس چې په ویالو کې له اړتیا پورته اوبه شته، پر نورې کروندې سربېره مو د شولو تخم هم کرلی او هيله من يو چې ښه حاصل راکړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.