ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوربند د احتمالي پای ته رسېدو په اړه، د ودان افغانستان ګوند اعلامیه

author avatar
17 Jun 2018 - 19:57
author avatar
17 Jun 2018 - 19:57

 ودان افغانستان ګوند، په ډېرې اندېښنې، داسې ګونګوسي واورېدل، چې ګواکې د افغانستان د ټولو خلکو د هیلو، غوښتنو او ارادې پر خلاف، د اختر په بختورو ورځو کې ټینګ شوی اوربند ـ خدای مکړه ـ مات او د یوه لوري له خوا به جګړه بیا پیل شي. ګوند د خپلې ژورې اندېښنې په څرګندولو سره، دغه موارد څرګندوي:

۱- د هر راز جګړې بیا پیل، د ټول ملت په وړاندې د جنګ اعلان دی، ځکه سوله او اوربند د خلکو لپاره وو او خلک یې اصلي مالکان دي.

۲- د ولس شعوري چلند او خوځنده هرکلی دا ښيي، چې په ټول معاصر تاریخ کې، د ویښتیا او شعوري ارادې کارولو ژوندۍ تومنه په خلکو کې رامنځته شوې ده، چې که خدای مکړه جګړه بېرته پیل شي، نو خلک به د همدې ګډ شعور په ځواک پخپله اقدام وکړي.

۳- له ټولو روښانفکرو شخصیتونو، سوله خوښیو دیني علماوو، ګوندونو، مدني او فرهنګي بنسټونو او اغېزناکو حکمي ـ حقوقي شخصیتونو څخه غواړو، چې د هر هغه لوري په وړاندې د ملي پاڅون کرښې جوړې، منظمې او رهبري کړي، چې تر اوربند وروسته، د خلکو په وړاندې، د جګړې پیلولو اقدام وکړي.

۴ـ پر ټول ملت غږ کوو، چې دا سوله ستاسو حق، ملکیت او امتیاز دی، که هر لوري یې د بیا لوټلو او اخیستلو هڅه وکړه، په وړاندې یې ټول مقاومت وکړئ! او د میلیوني خوځښتونو په مدني او ناتاوتریخجنو غبرګونو یې د ضایع کېدو مخه ونیسئ! ګوند باور لري، چې ولس باید خپله سوله پخپله وساتي، ځکه هېڅ پردی به، د خپلو ګټو لپاره، دوی ته سوله ډالۍ نه کړي. ودان افغانستان ګوند به خپله ټوله فکري ـ شعوري هڅه وکړي، چې د اوربند او سولې په ساتنه کې، په ټول ځواک، د خپلو خلکو تر څنګ ودریږي.

د سولې د سپینې سبا د تلځلاندې رڼا ساتونکی؛ ودان افغانستان ګوند

 مرکزي کومېټه

۲۷ جوزا ۱۳۹۷

کابل- افغانستان

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.