ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې يوې مېرمنې  ۳۰۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره کړه

ننګرهار کې يوې مېرمنې ۳۰۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره کړه

author avatar
17 Jun 2018 - 08:59
ننګرهار کې يوې مېرمنې  ۳۰۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره کړه
author avatar
17 Jun 2018 - 08:59

جلال اباد (پژواک ٢٧ غبرګولی ۹۷): په ختيځ زون کې يوه غالۍ اوبدونکې کونډه چې ځان يې د ژوند له سختو کړاوونو راتېر کړی، زرګونو کورنيو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.

دا مېرمن شريفه احمدزۍ نومېږي چې د ختيځ زون د غالۍ اوبدونکو ټولنې مرستياله او د ښځو برخې مسووله ده.

هغه اوس د علي سهيل په نوم د غالۍ اوبدلو يو لوی شرکت هم لري چې د ختيځ زون په کچه يې د ۶۰ نارينه وو په ګډون ۳۰۰۰ مېرمنې په کار بوختې کړې دي.

شريفې له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، خپله يې د کونډتون سختې ليدلې؛ نو ځکه يې تر ډېره له ځان سره کونډې او بې وزله مېرمنې په کار بوختې کړې، څو چا ته د احتياج لاس اوږد نه کړي.

د مېرمن شريفې مبارزه ۲۳ کاله وړاندې هغه مهال چې خاوند يې په يوه ترافيکي پېښه کې مړ شو پيل شوې، هغه مهال چې درې زامن او دوه لوڼې ورته بې سرپرسته پاتې شول.

هغه وايي، د کونډتون څپېړې يې مخ سوځولی، خو دغه تاو يې خپلو يتيمو اولادونو ته نه دی پرېيښي، د غالۍ اوبدلو چارې يې پيل کړې او تر ننه يې د خپلې کورنۍ تر څنګ زرګونه نورې کورنۍ هم په کار بوختې ساتلې دي.

مېرمن احمدزۍ وايي، خاوند يې ۲۳ کاله وړاندې په يوه ترافيکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ، درې زامن او دوه لوڼې ترې په ميراث کې پاتې شول؛ خو دا ناهيلې نه شوه او د غالۍ اوبدلو صنعت ته يې مخه کړه.

نوموړې زياته کړه: ((قالين بافي مې پېغلتوب کې زده کړې وه، هغه وخت هرات کې اوسېدو، کله چې ننګرهار ته راکډه شو، نو خاوند مې مړ شو، ناهيلې نه شوم، ځکه د الله ج پرېکړه وه، غالۍ بافي مې شروع کړه، اوس د خدای فضل دی، زرګونه مېرمنو ته مې د کار زمينه برابره کړې ده.))

دې کونډې يوازې خپلو اولادونو ته نفقه نه ده پيدا کړې، بلکې هغوی يې د تعليم په ګاڼه هم سمبال کړي دي او ټولو ته يې ودونه هم کړي.

هغه زياتوي: ((مشرې زوی مې ګونګ او کوڼ دی؛ خو تعليم مې پرې کړی، کابل کې استاد دی، يو زوی مې ډاکتر او بل هم څارنوال دی، درې واړو ته مې ودونه کړي، لوڼې مې هم تعليم لري او اوس پرې د بل کور ودان دی.))

مېرمن احمدزۍ اوس د علي سهيل په نوم د غالۍ اوبدلو شرکت لري چې په ۲۰۰۷  کال کې يې له حکومت سره راجستر کړی او په دوامداره توګه ورسره د ۶۰ نارينه وو په ګډون ۳۰۰۰ مېرمنې کار کوي.

نوموړې وايي، نارینه کارګر ټول معلول دي او په مېرمنو کې هم ډېرې کونډې دي؛ ځکه وايي، د کونډتون له سختو خبره ده او نه پرېږدي چې يوه بله کونډه وځورېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.