کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۷) : د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډې له هر اړخيزو بحثونو وروسته له افغان وسله والو طالبانو سره اوربند لس ورځې نور هم وغځولو.
له ارګ څخه د غبرګولي په ۲۷مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې لومړی په جلال اباد ښار کې نننۍ تروریستي پېښې د شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ دغه برید د افغانستان پر خلکو او سولې برید وباله. غونډې د درې ورځني اوربند د ارامې فضا او کوچني اختر د نمانځنې لپاره د دولتي ځواکونو او خلکو تر څنګ د افغان طالبانو د حضور هرکلی وکړ.
ولسمشر غني د هېواد له بېلابېلو اقشارو او دغه راز بین المللي شریکانو څخه افغان طالبانو سره د حکومت د اوربند د ملاتړ د قدرداني ترڅنګ وویل، درې ورځني اوربند دا په ډاګه کړه چې د افغانستان ملت د سولې تږی او غوښتونکی دی.
په دې غونډه کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د امنیتي مسایلو په اړه د مفصل بحث ترڅنګ ټینګار وشو چې په ټولو ولایتونو کې امنیتي تدابېر وجود لري او همدارنګه امنیتي او دفاعي ځواکونه چمتو دي د هر ډول تعرض پر وړاندې د وطن دفاع وکړي.
ولسمشر اشرف غني د روژې له اوه ویشتمې څخه د اختر تر پنځمې نیټې پورې د یو اړخیزه اوربند اعلان کړی و، چې وروسته طالبانو هم داختر په لومړیو دريو ورخو کې د اوربند اعلان وکړ.
د اختر په لومړیو دریو ورځو کې د هیواد له هیڅ یوې برخې څخه دنا امنیو خبرونه نه وو،خو په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې لخوا دوه خونړي ځانمرګي بریدونه وشول، چې له امله یې لسګونو هیوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.
وسله والوطالبانو نن د خپل اوربند د پای اعلان وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن