ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د برمل په انګورو اډه سيمه کې پاکستاني ملېشه وو پوځي تاسيسات جوړ کړي

خلک: د برمل په انګورو اډه سيمه کې پاکستاني ملېشه وو پوځي تاسيسات جوړ کړي

author avatar
17 Jun 2018 - 11:16
خلک: د برمل په انګورو اډه سيمه کې پاکستاني ملېشه وو پوځي تاسيسات جوړ کړي
author avatar
17 Jun 2018 - 11:16

ښرنه (پژواک،٢٧ غبرګولى٩٧): د پکتيکا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د حکومت د نه پاملرنې له امله پاکستاني ملېشه وو په انګور اډې سيمه کې پوځي تاسيسات جوړ کړي دي.

برمل ولسوالۍ کې د وزيرو قوم شورا مشر حاجي قدرت الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې پاکستاني ملېشه وو  د دې ولسوالۍ د انګور اډې په سيمه کې پوستې او پاخه سړکونه جوړ کړي دي.

هغه وايي: (( پاکستاني ملېشه وو د خدر غره هغه ځاى هم اوس نيولى چې اته کاله وړاندې په کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ګډ مرکز و.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، پاکستاني مليشه د واڼه د عظم اورسک سيمې څخه ٢٥ کيلومره د افغانستان خاورې ته دننه شوي دي.

هغه وايي: (( پاکستانيانو په ځينو ځايونو کې اغزن سيمونه هم غځولي، خلک يې سره بېل کړي خو افغان حکومت يې پر وړاندې بې پروايي کوي.))

دغه راز د دې ولسوالۍ يوبل اوسېدونکي سيد احمد پژواک ته وويل، پاکستانيانو د دې ترڅنګ چې په دې ولسوالۍ کې تاسيسات جوړ کړي، کوښښ کوي چې په سيمه کې د ځان لپاره کسان هم پيدا کړي.

ده وويل: ((دلته ځانته خلک پيدا کوي، ترڅو په مټ يې خپلو موخو ته ځان ورسوي.))

د سيد احمد د معلوماتو له مخې، دا مهال پاکستاني ملېشه و و د ځوابه غره، خدر غره او په اډانه سيمه کې پوځي تاسيسات جوړ کړي او اغزن سيم يې هم غځولى دى.

نوموړي ټينګار وکړ چې د افغان حکومت اړوند چارواکي بايد سرحدي مسايلو کې ډېر جدي واوسي، ځکه سرحدي مسايل هر ډول ستونزې پيدا کولى شي.

د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د ولايتي شورا غړي نعمت الله بابري پژواک ته وويل چې د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان له سرحداتو څخه قومي ملېشه وو دفاع کړې ده.

هغه وايي: (( اوس قومي ملېشې نشته، نو ځکه په يوه او بله سيمه کې پاکستانيان مخ ته راځي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.