ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست مشران: طالبان دې هم شوى اوربند وغځوي

د خوست مشران: طالبان دې هم شوى اوربند وغځوي

author avatar
17 Jun 2018 - 16:15
د خوست مشران: طالبان دې هم شوى اوربند وغځوي
author avatar
17 Jun 2018 - 16:15

خوست ښار (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۷): د خوست ديني عالمان، قومي مشران او د مدني ټولنې غړي د سوله ييز لاريون په ترسره کولو سره د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د شوي اوربند د غځېدلو غوښتنه کوي.

دغه ديني عالمان، قومي مشران او د مدني ټولنو غړي چې شمېر يې لسګونو کسانو ته رسېده، د خوست د سولې ولايتي کمېټې څخه نيولې د حکيم تڼيوال تفريحي پارک پورې چې د ښار لوېديځ لور ته پروت دی، پلي لاړل.

که څه هم افغان ولسمشر ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ ولس ته په خپله تلويزيوني وينا کې تر نامعلوم وخت پورې د اوربند موده وغځوله، خو دغه لاريون کوونکي بيا هم د اوربند د غځېدو غوښتنه کوي.

قومي مشر او د لاريون يوه ګډونوال مختارالدين جلالزي پژواک خبري اژانس سره خبرو کې په جنګ کې له ښکېلو غاړو په ځانګړي ډول وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه، چې دا اوربند دې نور هم وغځوي.

هغه وايي: ((وسله وال طالبان دې د ولسمشر غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي او د افغان ولس هيلې او ارزوګانې هسې ونه ګڼي. هغوی بايد افغان دولت سره د سولې خبرې پيل کړي، څو په هېواد کې دايمي سوله راشي)).

لاريون کوونکو د پريکړه ليک په خپرولو سره له افغان دولت او له وسله والو طالبانو مننه وکړه، چې د اختر په درې ورځو کې يې وکړ او خلکو په سوله ييزه فضا کې اختر ونمانځه.

په پرېکړه ليک کې همدا ډول د اوربند د غځېدو غوښتنه شوې او په جنګ کې له ښکېلو غاړو غوښتل شوي، چې خپلو کې د سولې خبرې پيل کړي او پايله يې ژر تر ژره له ولس سره شريکه کړي.

د خوست دغه ديني عالمان او قومي مشران په داسې کې د اوربند د غځېدلو غوښتنه کوي، چې د کابل ترڅنګ د هېواد په څو نورو ولايتونو کې حکومتي چارواکو، وسله والو طالبانو او عامو خلکو په ګډه اختر ونمانځه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.