ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د وسله وال پوځ د ټپیانو پوښتنه وکړه

ولسمشر غني د وسله وال پوځ د ټپیانو پوښتنه وکړه

author avatar
17 Jun 2018 - 14:22
ولسمشر غني د وسله وال پوځ د ټپیانو پوښتنه وکړه
author avatar
17 Jun 2018 - 14:22

کابل (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٧): ولسمشر غني د وسله وال پوځ د ټپیانو پوښتنه وکړه او هغوی ته یې د اختر مبارکي وویله.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د شهید سردار محمد داوود خان روغتون ته ولاړ او د وسله وال پوځ له ټپيانو د پوښتنې ترڅنګ یې هغوی ته د اختر مبارکي ورکړه.

سرچينه کاږي چې ولسمشر د وسله وال پوځ ټپیانو ته په خطاب کې وویل: "زه او د افغانستان خلک ستاسې د هره یوه منندوی او قدردان یو او ستاسې د درملنې او روغتیایي وضعیت د لا ښه والي په خاطر له ټولو امکاناتو استفاده کېږي."

سرچينه زياتوي، د امنيتي  او دفاعي ځواکونو ټپیانو هم ولسمشر ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي ورکړه او د دوی د پوښتنې او وسله وال پوځ ته د پاملرنې له امله یې د نوموړي قدرداني وکړه.

هغوی ډاډ ورکړ چې له بشپړې روغتیا وروسته به بیا هم د خپلو خلکو او وطن خدمت کوي.

د خبرپاڼې په حواله، د سردارمحمد داوود خان روغتون مسوولو ډاکټرانو اشرف غني ته د ټپيانو د روغتیایي وضعیت په اړه د معلوماتو د ورکولو ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د ډاکټرانو ټیم ۲۴ ساعته د ټپيانو په خدمت کې دی.

محمداشرف غني د شهید سردار محمد داوود خان روغتون د مسوولینو او  ډاکټرانو د هڅو او زحمتونو مننه وکړه او د ټپيانو پر لا ښې درملنې یې ټینګار  وکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.