ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزي او غني اختر مبارکي وکړه او پر اوربند یې خبرې وکړې

کرزي او غني اختر مبارکي وکړه او پر اوربند یې خبرې وکړې

author avatar
17 Jun 2018 - 22:09
کرزي او غني اختر مبارکي وکړه او پر اوربند یې خبرې وکړې
author avatar
17 Jun 2018 - 22:09

کابل (پژواک ۲۷ غبرګولی ) : ولسمشر اشرف غني پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په لیدنه کې داختر مبارکي وکړه او پر اوربند یې خبرې وکړې.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې ولسمشر غني نن ماسپښین د مخکېني جمهوررئیس حامد کرزي کور ته ورغی او له نوموړي سره یې د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وکړه.

سرچینې زیاته دوی د صمیمکړې، ت په فضا کې د هېواد پر روانو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې. حامد کرزي په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له طالبانو سره د جمهوررئیس غني اوربند یو ښه نوښت وباله او د افغانستان ملت ته یې د هغه مبارکي وویله.

هغه زیاته کړه،  د ټولو اقشارو دنده ده چې د دایمې او پایداره سولې په خاطر د سولې پروسې او د جمهوررئیس محمداشرف غني د دې اقدام هراړخیز ملاتړ وکړي.  

ولسمشر اشرف غني د هېواد د مخکېني جمهوررئیس د لیدلوري او دغه راز د سولې پروسې او اوربند څخه د خلکو د هرکلي او ملاتړ مننه او قدرداني وکړه. دواړو لورو له جګړو او ستونزو څخه د خوندي افغانستان لپاره خوشبیني وښوده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.