منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۵ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

طالب قومندان: د افغانستان پر حکومت د کفر فتوا مه کوئ

· ۴ دقیقې لوستل · ۲۰۶ کتنې

ګردېز (پژواک ٢٧ غبرګولى ٩٧): د هېواد د ګڼو نورو ولايتونو په څېر په پکتيا کې هم وسله والو طالبان له امنيتي ځواکونو او خلکو سره يو ځای اختر ونمانځه او يو بل ته يې مبارکي ورکړه.

د کوچني اختر په دويمه ورځ ګڼ طالبان د ګردېز ښار د امنيتي کمربند امنيتي پوستو ته ورغلل او له پوليسو سره يې اختر او اوربند ونمانځه.

ګڼو خلکو د طالبانو د راتګ هرکلی وکړ او په سيمه کې له لږ ځنډ پاتې کېدو وروسته د زرګونو خلکو په ملتيا ګردېز ته ننوتل او په بېلابېلو سيمو کې يې له خلکو او پوځيانو سره وليدل.

خلک، شوي اوربند ته زيات خوشحاله دي او د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو په يو ځای کېدو يې سولې ته هيلې زياتې شوې دي.

د ګردېز اوسېدونکی علي شاه خان وايي، د طالبانو، امنيتي ځواکونو او ولس له يو ځای کېدو ثابته شوه چې روانه جګړه پردۍ او د پرديو د ګټو لپاره ده او طالبانو ته په کار ده چې د واقعيتونو په درک کولو ژر تر ژره د سولې رسمي خبرې پيل کړي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زما پنځوس کاله عمر دی، دومره خوشخالي مې ولاکه ليدلې وي، موږ وروڼه يو، موږ خپله ناپوهه يو؛ ځکه مو نور جنګوي او خپلې ګټې کوي، خو نور بايد خپل وطن برباد نه کړو. اوس وګوره، طالب څه شو؟ اردو څه شوه؟ ټول يو، يو؛ نور بايد پوه شو او په يو اتحاد خلکو ته ارامي راولو.))

د صادق کلي اوسېدونکي عبدالواحد وويل چې د خلکو يواځينۍ غوښتنه سوله ده او حکومت او وسله والو طالبانو ته په کار ده چې شوی اوربند وغځوي او د سولې مذاکرات پيل کړي.

نوموړی وايي: ((زما دولت ته دا پيغام دى چې نه جامې غواړم، هېڅ شی نه غواړم، صرف سوله غواړم. يقين دې وشه چې اختر ته دومره نه يو خوشحاله شوي، لکه دې ارامي او سولې ته چې خوشحاله يو.))

تر دې وروسته د پکتيا د سولې پرلت ځينې ګډونوال او قومي مخور د موټريز کاروان په بدرګه د سيد کرم ولسوالي کوهسين سيمې ته، چې له کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې ده، لاړل.

دوی د سيمې د سلګونو خلکو په شتون کې له طالبانو او د هغوی له خوا د سيمې له مسوولينو سره وکتل او غوښتنه يې ترې وکړه چې شوی اوربند وغځوي او خپلو مشرانو ته د سولې د خبرو د پيل ولسي پيغام ورسوي.

د دوی له ډلې ډاکټر شفيق سحر وویل: ((موږ ولس يو، د ولس پيغام مو راوړی، د دې ولس غوښتنه دا ده چې دې اوربند ته درې مياشتې نور هم دوام ورکړئ؛ ځکه په دې درې ورځو کې تاسو وګورئ چې څومره د باور فضا جوړه شوې، نو که وغځول شي، نو د ولس، طالب او حکومت تر منځ به اعتماد نور هم قوي او خبرو ته زمينه برابره شي.))

قومي مخور ښايسته جان احدي د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو له چارواکو مننه وکړه چې شوی اوربند يې په ښه ډول عملي او خلکو ته يې د ژوند او سولې هيلې ورکړې.

احدي له طالبانو وغوښتل چې سوله وکړي او له دې لارې له دولت سره په ګډه بهرنيو ځواکونو ته د وتلو مهال وېش وټاکي، څو د سولې لپاره پاتې يواځينی شرط هم پوره شي.

نوموړي وويل: ((آيا دا دولت يا ولس په دې خوښ دی چې په دې خاوره کې دې خارجي واوسي؟ خو خارجی د روان جنګ نه د بهانې په توګه استفاده کوي او دلته خپل شتون اوږدوي. راځئ سوله وکړئ، څو د خارجيانو پلمه ختمه شي او په ګډه يې د وتلو نېټه وټاکل شي. طالبه وروره! د اسلامي امارت مشرتابه او غړو! که دا ولس ته خپل رعيت بولې، نو د دې ولس غوښتنه او پيغام تاسو ته سوله ده.))

د کوهسين مدرسې مهتمم مولوي محمد فاروق سوله د هېواد او خلکو اړتيا وبلله او ټينګار يې وکړ چې د سولې لپاره بايد لا زياتې هڅې او عمل وشي.

ده وويل: ((خدای دې تاسو ته اجر درکړي چې په دې لاره کې کوشش کوئ؛ خلک ډېر خوشحاله دي، يا الهي زموږ وروڼه د اسلام تر رڼا لاندې سره يو کړې؛ ځکه په سوله کې ژوند دی.))

طالب قومندان حمزه وويل چې سوله پر خلکو سربېره د طالبانو د ژوند اساسي اړتيا هم ده او د ولس د اوربند غځولو او سولې پيغام به لوړپوړو طالب مشرانو ته ورسوي.

نوموړي د سولې لپاره اساسي شرط د بهرنيو ځواکونو وتل ياد کړل او ويې ويل چې په دې اړه بايد واضحه پرېکړه وشي.

دی وايي:((د ټولو نه طالب سولې ته ډېر مجبور دی، طالب بازار کې نه شي ګرځېدی، خپل وطن ته نه شي تلی، نو څوک ډېر ضرورت لري؟ حکومتي خلک او که طالب؟ زه طالبانو او مجاهدينو ته دا وايم چې د افغانستان پر حکومت باندې د کفر فتوا مه کوئ او نه پرې صحيح ده؛ بهرنيان دې ووځي، سوله راځي.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست