لښکرګاه(پژواک،٢٨غبرګولى٩٧): وسله والو طالبانو هلمند کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي چې مرګ ژوبله هم لري.
د هلمند د والي وياند عمرځواک د غبرګولي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ناوې، نادعلي، سنګين او ګرشک ولسواليو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دې بريدونو کې يو ملکي کس او درې پوليس ټپيان شوي دي.
ځواک په دې جګړه کې طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې حکومتي ځواکونه اوس هم د اوربند په حالت کې دي او تېره شپه يې دفاعي جګړه کړې ده.
ده وويل: (( حکومت د خلکو غوښتنې درک کړي، چې ټول سوله غواړي، خو طالبانو تېره شپه د بهرنيو هېوادونو په غوښتنه د خلکو هيلې ماتې کړې او هغه د خوشحاليو شېبو ته يې په ډزو د پای ټکی کېښود.))
بل لورته وسله وال طالبان هم دغه جګړې تاييدوي.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې تېره شپه طالبانو د لښکرګاه ښار ترڅنګ د ګرشک، مارجې او نادعلي ولسواليو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دې بريدونو کې ٢٧ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې طالبانو تر درې ورځني اوربند وروسته تېره شپه يو ځل بيا د هلمند ترڅنګ د هېواد په نورو سيمو کې هم د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه پيل کړي دي.
خو امنيتي ځواکونه لا هم د ولسمشر محمد اشرف غني له امر سره سم په دفاعي حالت کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن