ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د اختر  پرمهال د پلاستيکي ټوپکو او تومانچو له امله ۲۰ ماشومان ټپيان شوي

کابل کې د اختر پرمهال د پلاستيکي ټوپکو او تومانچو له امله ۲۰ ماشومان ټپيان شوي

author avatar
18 Jun 2018 - 18:59
کابل کې د اختر  پرمهال د پلاستيکي ټوپکو او تومانچو له امله ۲۰ ماشومان ټپيان شوي
author avatar
18 Jun 2018 - 18:59

کابل(پژواک،۲۸غبرګولی۹۷): د کوچني اختر په ورځو کې په کابل ښار کې د جنګي او وسله والو تمثيلونو او د پلاستيکي ټوپکو او تومانچو په شان د لوبو وسايلو څخه د استفادې پرمهال ۲۰ماشومان ټپيان شوي دي.

د ټوپکو او تومانچو په شان د لوبو جنګي وسايل د کابل ښار په ټولو برخو کې پيدا کېږي او ماشومان تر ډېره د اختر په ورځو کې له دې شيانو څخه کار اخلي چې د رواني روغتيا متخصصينو په خبره، دداډول وسايلو کارول ماشومان بې حوصلې، جنګي او تاوتريخجنوي.

ماشومانو سږ کال هم د کوچني اختر په ورځو کې د کابل ښار په بېلا بېلو سيمو کې په ډله ييزه توګه وسله والو تمثيلي جګړو ته مخه کړې، خو د يادو وسايلو کارونې له امله د تېر کال په پرتله  ټپي ماشومانو شمېر کم دی.

د کابل مرکزي پولي کلينيک نور روغتون رييس رنځورمل ډاکټر محمديوسف برکي وويل چې د اختر په لومړيو درېيو ورځو کې په ياد روغتون کې ۲۰ ماشومان چې په وسله والو تمثيلي جګړو کې د سترګو په برخو کې ټپي شوي دي، ثبت شوي دي.

هغه وويل چې د شپږو ماشومانو د سترګو وضعيت نازک دی او پاتې يې تر درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شوي دي.

خو د هغه په وينا، دغه شمېر د تېر کال په پرتله تر ۵۰سلنه ډېر کم شوی دی.

ډاکټر برکي زياته کړه چې تېر کال هم په کوچني او لوی اختر کې د يادو وسايلو له امله کابو پنځوس ماشومان د سترګو په برخه کې ټپيان شوي وو، په دغه روغتون کې يې درملنه شوې ده.

نوموړي وويل چې د داډول وسايلو د ضررونو په اړه د کورنيو د پوهې کچې لوړېدل او د کورنيو چارو وزارت له خوا يې پر منع کېدو ټينګار ددې لامل شوی چې د تېر کال په پرتله ياد شمېر کم شي.

هغه له کورنيو څخه وغوښتل چې ماشومان دې د داډول شيانو له کارولو څخه منع کړي، ځکه په سترګه ګې د همدې پلاستيکي وسلو د مرميو لګېدل د ماشومانو د ړندېدو لامل ګرځي.

د نوموړي په وينا، سږ کال او تېر کال، ټول ماشومان چې د سترګو په برخه کې ټپيان شوي دي، تر درملنې وروسته روغ شوي دي.

ماشومان ځکه يواځې د سترګو په برخه کې ټپي شوي چې  د ياد شويو پلاستيکي ټوپکو او تومانچو مرميو ويشتلو پرمهال دومره تېزې نه وي چې د انسان د بدن نورې برخې ټپي کړي.

د ماشوم پر شخصيت ناوړه اغېزه You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.