کابل (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٧): ولسمشر اشرف غني د مخکيني ولسمشر کرزي او د حزب اسلامي د مشر حکمتيار کورونو ته د اختر مبارکۍ لپاره ورغلى او هغوى دواړو د غني د اوربند له نوښته قدرداني کړې ده.
ولسمشر غني د روژې له اوه ویشتمې د اختر تر پنځمې نېټې پورې د یو اړخیزه اوربند اعلان کړی و، چې وروسته طالبانو هم د اختر په لومړیو درېيو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.
پرون حکومت له افغان وسله والو طالبانو سره اوربند لس ورځې نور هم وغځاوه، خو طالبانو پرون خپل درې ورځنى اوربند پاى ته ورساوه.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، پرون د مخکيني ولسمشر حامد کرزي کور ته ورغی او له نوموړي سره یې د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وکړه.
سرچينه کاږي، دوی د صمیمت په فضا کې د هېواد پر روانو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.
سرچينه زياتوي، حامد کرزي په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له طالبانو سره د جمهور ريیس غني اوربند یو ښه نوښت وباله او د افغانستان ملت ته یې د هغه مبارکي وویله.
هغه زیاته کړه، د ټولو اقشارو دنده ده چې د دایمي او پایداره سولې په خاطر د سولې پروسې او د ولسمشر محمد اشرف غني د دې اقدام هراړخیز ملاتړ وکړي.
ولسمشرغني د هېواد د مخکني جمهور ريیس د لیدلوري او دغه راز د سولې پروسې او اوربند څخه د خلکو د هرکلي او ملاتړ مننه او قدرداني وکړه.
دواړو لورو له جګړو او ستونزو څخه د خوندي افغانستان لپاره هيله مندي وښوده.
له بلې خوا ولسمشر غني نن د حزب اسلامي اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار کور ته ورغلی او د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي یې ورکړې ده.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې حکمتیار د جمهور ريیس غني او ورسره پلاوي له ورتګه مننه وکړه او د اختر مبارکۍ ترڅنګ یې د جمهور ريیس د اوربند له نوښته قدرداني وکړه او ويې ویل، سوله د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او موږ د اوربند او سولې پروسې څخه ملاتړ کوو.
سرچينې د غني له قوله ويلي، درې ورځني اوربند په ډاګه کړه چې سوله په سرتاسري اجماع بدله شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن