ميداښار(پژواک، ٢٨ غبرګولی ٩٧ ):د ميدان وردګو ولايت په بېلا بېلو سيمو کې د اختر په ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله ٣٤ تنه ټپيان شوي دي.
ددې ولايت د عامې روغتيا رياست يو تن نوکريوال ډاکټر محمديوسف فضلي د غبرګولي په ٢٧ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ډېری دغه پېښې د موټرسايکلونو د ټکر له امله رامنځته شوي دي.
دی زیاتوي، له يادو ټپیانو د يو کس روغتیایي حالت نازک و او ددرملنې په موخه کابل ښار ته استول شوی دی.
هغه د ترافیکي پېښو اصلي لامل په ګوته نه کړ خو د اختر په درېیو ورځو له اوربند نه په ګټه اخيستنې په زرګونو موټرسايکل سپاره کسان ميدانښار ته راغلي وو چې ډېری يې وسله وال طالبان وو.
همداشان، د اختر په درېيو ورځو کې هره ورځ زرګونه وسله وال طالبان چې کلاشینکوفونه، پیکا او راکټونه ورسره وو ميدانښار ته راغلي وو او له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره یې په ګډه اختر ولمانځه او ميدانښار پر چوک يې دملي بیرغ تر څنک سپين بيرغ هم درولي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن