ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نوم ليکوونکو شمېر له شپږ نيم ميليون تنو څخه واوښت

د نوم ليکوونکو شمېر له شپږ نيم ميليون تنو څخه واوښت

author avatar
18 Jun 2018 - 16:51
د نوم ليکوونکو شمېر له شپږ نيم ميليون تنو څخه واوښت
author avatar
18 Jun 2018 - 16:51

 کابل(پژواک،۲۸غبرګولی۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې تر اوسه په هېواد کې د څه باندې دوه ميليون او ۱۴۷زره ښځو په ګډون، تر شپږ مېليون ۵۵۷زره تنو د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نومونه ليکلي.

 د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دې کسانو څخه څه باندې څلور ميليون او ۲۸۴زره نارينه،دوه ميليون او ۱۴۷زره ښځې، څه باندې ۱۲۵زره کوچيان او نږدې۵۳۱ هندوان او سکان شامل دي.

 نوموړې دغه راز وويل، نوم ليکنې لومړی او دويم پړاو په برياليتوب سره پای ته رسېدلی، زياته يې کړه چې په کليو کې د رايې ور کونکو د نوم ليکنې درېيم پړاو به د روان کال چنګاښ تر پنځمې نېټې پورې دوام ولري.

 د ټاکنو خپلواک کمېسيون پخوا ويلي و چې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې لومړی پړاو د ولايتونو په مرکزونو کې د وري له ۲۵مې پيل، د غويي تر ۲۲مې به روان وي، دويم پړاو د ولسواليو په مرکزونو کې د غويي له ۲۵مې پيل د غبرګولي تر اوومې به روان وي او درېيم پړاو په لرې پرتو سيمو کې د غبرګولي له اوومې پيل د همدې مياشتې تر ۲۲مې به ترسره شي.

 خو د ملي شورا غړو له غوښتنې وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتونو په مرکزونو کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې وخت د يوې مياشتې لپاره تمديد کړ او د نا امنۍ او د موادو د ناوخته رسېدو له امله د کليو په مرکزونو کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې بهير د چنګاښ تر پنځمې نېټې پورې تمديد کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.