پل علم(پژواک،٢٨غبرګولى٩٧): د لوګر امنيتي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو په بريد کې د کومانډو ځواکونو د اتم کنډک قوماندان وژل شوى دى.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د غبرګولي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته وسله والو طالبانو د محمد اغې ولسوالۍ اړوند د شرفګان په سيمه کې د کومانډو ځواکونو د اتم کنډک د قوماندان ډګرمن حسن هاشوري پر موټر بريد کړى دى.
هغه وايي: (( قوماندان کابل ته پر لار و چې طالبانو پرې بريد کړى او وژل شوى دى، خو په دې بريد کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.))
دغه راز د سيمې يو اوسېدونکي اجمل هم پژواک ته وويل چې طالبانو د کومانډو ځواکونو پر يو رېنجر موټر بريد کړى دى.
هغه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن