ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په کليوالي سيمو کې د نوم ليکنې کابو ۵۰سلنه مرکزونه بند دي”

“په کليوالي سيمو کې د نوم ليکنې کابو ۵۰سلنه مرکزونه بند دي”

author avatar
18 Jun 2018 - 17:34
“په کليوالي سيمو کې د نوم ليکنې کابو ۵۰سلنه مرکزونه بند دي”
author avatar
18 Jun 2018 - 17:34

کابل(پژواک،۲۸غبرګولی۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې په کليوالي سيمو کې د رايې ورکونکو دنوم ليکنې په درېيم پړاو کې د نوم ليکنې له ۲۹۱۷مرکزونو څخه،۱۳۵۷يې بند دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په کليوالي سيمو کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې دا شمېر مرکزونه د لوړو امنيتي ګواښونو او امنيتي لاملونو له امله تړل شوي دي.

هغه په کليوالي سيمو کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې درېيم پړاو بهير ته په اشارې سره وويل:" په درېيم پړاو کې په کليوالي سيمو ته د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې ۲۹۱۷مرکزونه ځانګړي شوي چې ۱۵۶۰مرکزونه پرانيستي دي، خو ۱۳۵۷نور مرکزونه د نا امنۍ له امله تړل شوي دي."

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مرستيال وياند دغه راز وويل چې د نوماندانو د نوم ليکنې پروسې په بهير کې ټول ټال ۶۴۷۸کسانو د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو لپاره احتمالي نوماندانوپه توګه کانديد شوي دي.

د ابراهيمي د معلوماتو له مخې، له دې جملې څخه ۲۴۸۹تنو د ولسي جرګې او ۳۹۸۹تنو د ولسواليو شوراګانو ټاکنو لپاره ځانونه نومولي دي.

هغه وويل چې په دې کسانو کې ولسي جرګې ته ۳۹۴ښځو او ولسواليو شوراګانو ته ۲۹۲ښځو ځانونه نومولي دي.

هغه په داسې حال کې چې د ولسواليو شوراګانو په ټاکنو کې يې د نوماندۍ لپاره د ښځو د نوم ليکنې د پيکه والي له امله اندېښنه په ډاګه کړه،ويې ويل چې د ولسواليو شوراګانو د نوماندانو لپاره د ۱۲ټولګي سند معيار ګرځول، په هېواد کې حاکم کلتور او نا امني، په ولسواليو شوراګانو کې د ښځو د ګډون د پېکه کېدو دليلونه وبلل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.