د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کابل کې د اختر پرمهال د پلاستيکي ټوپکو او تومانچو له امله ۲۰ ماشومان ټپيان شوي

کابل کې د اختر پرمهال د پلاستيکي ټوپکو او تومانچو له امله ۲۰ ماشومان ټپيان شوي

Jun 18, 2018 - 18:59

کابل(پژواک،۲۸غبرګولی۹۷): د کوچني اختر په ورځو کې په کابل ښار کې د جنګي او وسله والو تمثيلونو او د پلاستيکي ټوپکو او تومانچو په شان د لوبو وسايلو څخه د استفادې پرمهال ۲۰ماشومان ټپيان شوي دي.

د ټوپکو او تومانچو په شان د لوبو جنګي وسايل د کابل ښار په ټولو برخو کې پيدا کېږي او ماشومان تر ډېره د اختر په ورځو کې له دې شيانو څخه کار اخلي چې د رواني روغتيا متخصصينو په خبره، دداډول وسايلو کارول ماشومان بې حوصلې، جنګي او تاوتريخجنوي.

ماشومانو سږ کال هم د کوچني اختر په ورځو کې د کابل ښار په بېلا بېلو سيمو کې په ډله ييزه توګه وسله والو تمثيلي جګړو ته مخه کړې، خو د يادو وسايلو کارونې له امله د تېر کال په پرتله  ټپي ماشومانو شمېر کم دی.

د کابل مرکزي پولي کلينيک نور روغتون رييس رنځورمل ډاکټر محمديوسف برکي وويل چې د اختر په لومړيو درېيو ورځو کې په ياد روغتون کې ۲۰ ماشومان چې په وسله والو تمثيلي جګړو کې د سترګو په برخو کې ټپي شوي دي، ثبت شوي دي.

هغه وويل چې د شپږو ماشومانو د سترګو وضعيت نازک دی او پاتې يې تر درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شوي دي.

خو د هغه په وينا، دغه شمېر د تېر کال په پرتله تر ۵۰سلنه ډېر کم شوی دی.

ډاکټر برکي زياته کړه چې تېر کال هم په کوچني او لوی اختر کې د يادو وسايلو له امله کابو پنځوس ماشومان د سترګو په برخه کې ټپيان شوي وو، په دغه روغتون کې يې درملنه شوې ده.

نوموړي وويل چې د داډول وسايلو د ضررونو په اړه د کورنيو د پوهې کچې لوړېدل او د کورنيو چارو وزارت له خوا يې پر منع کېدو ټينګار ددې لامل شوی چې د تېر کال په پرتله ياد شمېر کم شي.

هغه له کورنيو څخه وغوښتل چې ماشومان دې د داډول شيانو له کارولو څخه منع کړي، ځکه په سترګه ګې د همدې پلاستيکي وسلو د مرميو لګېدل د ماشومانو د ړندېدو لامل ګرځي.

د نوموړي په وينا، سږ کال او تېر کال، ټول ماشومان چې د سترګو په برخه کې ټپيان شوي دي، تر درملنې وروسته روغ شوي دي.

ماشومان ځکه يواځې د سترګو په برخه کې ټپي شوي چې  د ياد شويو پلاستيکي ټوپکو او تومانچو مرميو ويشتلو پرمهال دومره تېزې نه وي چې د انسان د بدن نورې برخې ټپي کړي.

د ماشوم پر شخصيت ناوړه اغېزه

ډاکټران وايي چې ماشومان په دې لوبو سره له جګړې، تاوتريخوالي، سړي وژنې او نورو ناوړه عادتونو روږدي کېږي.

د عقلي، عصبي او رواني ناروغيو متخصص ډاکټر فريد احمد انوري پخوا پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي و چې د ساعتېريو پر شيانو لوبې د ماشومانو د ژوند برخه جوړوي، ساتېري او تفريح احساس د ماشومانو په فطرت کې نغښتي، ځکه هغوی په دې کار سره، د خپل ژوند راتلونکې کړنې تمثيلوي.

هغه زياته کړه چې لوبې د ماشومانو پر ذهن، شخصيت او ټولنيزو اړيکو نېغ په نېغه اغيزه لري.

د نوموړي په وينا، د ماشومانو لپاره بايد زمينه برابره شي چې په خپلو لوبو کې له داسې شيانو څخه کار واخلي چې ددوی پر ذهن او جسم مثبته اغيزه ولري او داسې وسايل وي چې د ماشومانو په ذهن کې تاوتريخوالی پياوړی نه کړي.

د هغه په وينا، هغه ماشومان چې د ټوپک، تومانچې په شان ساعتېريو وسايلو څخه کار اخلي تاوتريخجن، بې حوصلې او جنګي جوړېږي، ځکه د جنګي وسايلو کارول د هغوی په ذهنونو کې نا ارامي ساتي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement