ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخي: روان کال کې له ۳۳۲ زره زيات کډوال هېواد ته راستانه شوي

بلخي: روان کال کې له ۳۳۲ زره زيات کډوال هېواد ته راستانه شوي

author avatar
19 Jun 2018 - 18:22
بلخي: روان کال کې له ۳۳۲ زره زيات کډوال هېواد ته راستانه شوي
author avatar
19 Jun 2018 - 18:22

کابل(پژواک، ۲۹ غبرګولی ۹۷): د ګډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې په روان مېلادي کال کې له ۳۳۲ زرو ډېر کډوال له بېلا بېلو هېوادونو په ځانګړي ‌ډول ایران او پاکستان څخه بېرته راستانه شوي؛ خو اوس هم کابو شپږ مېليونه افغانان له هېواده بهر ژوند کوي. 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي چې نن یې د پنا غوښتونکو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې خبرې کولې وویل چې افغانستان ته د کډوالو بیا راتګ ډېر شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، ډېر کډوال په روان ميلادي کال کې له ایران او پاکستان څخه هېواد ته بېرته  راستانه شوي دي.

د هغه په خبره، کابو شپږ مېلیونه افغانان له هېواد څخه بهر ژوند کوي او له هغې ډلې دوه ميلیون او ۴۵۰ زره کسان په پاکستان، دوه ميليون او ۴۳۰ زره کسان په ایران او پاتې یې په نورو هېوادونو کې کډوال او پنا غوښتونکي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تداميچي یاماموتو وويل، د ملي یووالي حکومت د راستنېدونکو ګډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه هڅې کوي.

نوموړی وايي: (( ډېر خوشحاله یم چې بیا هم خپله ژمنه تازه کوم او افغان دولت ته لاس ورکوم او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د واحد سازمان په ‌‌صفت مرستندوی پاتې شم.))

په افغانستان کې د امريکا سفیر جان بس یادې ناستې ته د خبرو پر مهال وويل: (( د نورو همکارانو سره یو ځای مو د ستونزو د مهارولو په موخه ډېر تکلیف وکړ تر څو د پناه غوښتونکو د اړتیاوو له پوره کېدو ډاډ تر لاسه کړو او له ټولو مهم دا چې د هغې ورځې لپاره کار وکړو تر څو ټول ګډوال خپلو کورونو ته بيا ستانه شي.))

هغه د افغان دولت او طالبانو تر منځ اوربند ته په اشاره زیاته کړه، ممکن احساس وشي چې یادې ستونزې په افغانستان کې ډېرې لويې او د حل وړ نه دي؛خو تېره اوونۍ ولیدل شول چې دا ممکنه ده او پرمختګ کولای شي.

نوموړي زیاته کړه: ((موږ کولای شو چې د یادو ستوتزو په اړه بېلا بېل کسان  فکر وکړي، زه ډاډه یم که موږ ټول یو ځای هڅه وکړو کولای شو یوې پایلې ته ورسېږو او موږ د تېرو کلونو په ډول مرستو ته ژمن یو.))

هغه زياته کړه: (( موږ ژمن يوچې د افغانستان د داسې راتلونکې لپاره کار وکړو چې اوسېدونکي یې تل په سوله، امن او عزت کې ژوند وکړي او موږ به د ټولو ملګرو تر څنګ د کلک مرستندوی په ډول په افغانستان کې پاتې شو.))

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې رییس او سفیر پیراميداون هم سولې ته په اشاره وويل، د راستنېدونکو په برخه کې د مرستې تر څنګ د سولې پروسه هم د یادې ټولنې په کاري پلانونو کې شتون لري او په حقيقت کې اوربند دا هیلې رامنځ ته کړې دي، نو دغه حرکت باید قوي شي.

نوموړي زیاته کړه: (( باید د ناامنۍ د ډېرېدو مخه ونیسو؛ ځکه چې ډېره ناامني د دې سبب کېږي چې افغانان په غیر منظم ډول کډوالۍ ته مخه کړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.