ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې د طالبانو له لوري د اوربند په نه غځېدو نیوکه وکړه

مشرانو جرګې د طالبانو له لوري د اوربند په نه غځېدو نیوکه وکړه

author avatar
19 Jun 2018 - 17:05
مشرانو جرګې د طالبانو له لوري د اوربند په نه غځېدو نیوکه وکړه
author avatar
19 Jun 2018 - 17:05

کابل (پژواک،۲۹غبرګولی ۹۷): د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د طالبانو له لوري د اوربند په نه غځېدو له نیوکې سره یوځای په هېواد کې د جګړې لامل بهرنۍ لاسوهنې یادوي او وايي چې دا جګړه هغه مهال پای ته رسېږي چې بهرني استخبارات په هېواد کې سولې ته ژمن شي.

افغان دولت د روژې له ۲۷ مې د اختر تر پنځم خو وسله والو طالبانو بیا د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړی و، یاد اوربند د دواړو لورو له خوا مراعات شو، خو وسله والو طالبانو له اختر درې ورځې وروسته داسې مهال پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې افغان دولت خپل اوربند لس ورځې نور هم تمديد کړی دی. 

د یادې جرګې په نننۍ ناسته کې په دې اړه بحث وشو.

په دغه جرګه کې د غزني د خلکو استازي الله داد اندړ  له اوربند څخه د ملاتړ تر څنګ له وسله والو طالبانو د اوربند د تمديد غوښتنه وکړه؛ ځکه د هغه په خبره په جګړه کې خیر نشته او جنګ د دواړو لورو په زیان دی.

د یادې جرګې بل غړی بازمحمد زرمتی وايي، خلک له جګړې ستړي شوي او د دواړو لورو تر منځ اوربند باید د تل پاتې سولې تر راتګ پورې وغځول شوي.

هغه زیاته کړه چې افغان دولت د طالبانو د هر ډول مشروع غوښتنو منلو ته چمتو دی.

د کندوز د خلکو استازی عبدالله قرلق وايي، افغان دولت د اوربند په برخه کې ډېر زغم او حوصله کړې ده.

خو زیاته یې کړه: ((طالبانو له راتګ وروسته له امنيتي ځواکونو سره يوځاى د اختر لمونځ ادا کړ او له اوربند وروسته یې لومړی هغه کسان په نښه کړل چې له طالبانو يې په کندوز کې ملاتړ کړی وو.))

د دغې جرګې بل غړي محمد حسن هوتک وویل:(( هغه کسان چې د طالبانو په لیکو کې پر جګړه بوخت دي له جګړې ستړي شوي؛ خو مشران یې هېڅکله نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي، ځکه دوی له هېواد څخه بهر په مجهزو کورونو کې ژوند کوي او د پرديو پر اشاره په هېواد کې اور ته لمن وهي.))

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ایزدیار چې د یادې جرګې د نننۍ غونډې مشري یې هم پر غاړه وه سوله د هېواد اړتیا وبلله؛ خو ويې ويل چې په افغانستان کې جګړه د سیمې د استخباراتو د لاسوهنې له امله دوام لري او تر هغه چې یاد استخبارات سولې ته ژمن نه شي په هېواد کې به جګړه دوام پيدا کړي.

ایزدیار زیاته کړه، افغانان نه یواځې په دې هېواد کې، بلکې په سيمه کې هم د سولې او جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.

نوموړي همدارنګه له دولت څخه وغوښتل چې له طالبانو سره د هر ډول خبرو او اوربند څخه مخکې ملي شورا په جریان کې  کړي، تر څو خلک د هغه له بدو پایلو په امن وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.