جلال اباد (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٧): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې جګړه شوې چې په پایله کې یې څلورو سرحدي سرتېرو او اتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د غبرګولي په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه وسله والو طالبانو د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند د سرحدي ځواکونو د درېيم ټولي پر پوستو ډله ييز بريدونه وکړل.
هغه وايي، وسله وال په ګڼ شمېر کې وو او د پوستو د سقوط پلان يې درلود خو د امنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول.
د نوموړي په وينا، بريد د شپې په يوه بجه پيل او د نن سهار تر څلورو بجو يې دوام درلود.
خوږياڼی زياتوي، د جګړې په دوام کې دوه سرحدي سرتېري او پنځه طالبان وژل شوي، دوه سرحدي سرتېري او درې طالبان ټپيان شوي دي.
د سيمې يو اوسېدونکي عرفان الله هم پژواک ته وويل چې تېره شپه سخته جګړه شوې، خو وايي د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې نښته کې يې ١٩ دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې، خو د خپلو وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن