ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې نهه امنيتي سرتېري وژل شوي

کندوز کې نهه امنيتي سرتېري وژل شوي

author avatar
19 Jun 2018 - 11:50
کندوز کې نهه امنيتي سرتېري وژل شوي
author avatar
19 Jun 2018 - 11:50

کندوز ښار(پژواک،٢٩غبرګولى٩٧): د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريد کې نهه امنيتي سرتېري وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

کندوز کې يوې امنيتي سرچينې د غبرګولي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ په بازار سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دې بريدونو کې اووه د ملي اردو سرتېري او دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او څلور د ملي اردو سرتېري او څلور سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.

سرچينه وايي چې طالبانو له دې پوستو څخه يو هاموې ټانک او ځينې نورې وسلې او مهمات له ځانه سره وړي او دوه پوستې يې هم سوځولې دي.

خو بل لورته د کندوز د والي وياند نعمت الله تيموري پژواک ته وويل چې په دې بريد کې دوه د ملي اردو سرتېري او دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او څلور د ملي اردو سرتېري او دوه سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.

تيموري زياتوي چې په دې بريد کې وسله اولو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

دغه راز د دشت ارچي ولسوالۍ د بازار يوه اوسېدونکي اختر محمد پژواک ته وويل چې تېره شپه دوه بجې جګړه پيل شوه او تر سهاره يې دوام وکړ.

هغه زياتوي: (( زه خبر نه يم خو خلک وايي چې تلفات په کې ډېر دي او سهار ما خپله وليدل چې طالبان په ټانکونو کې ناست وو او د بازار خواته لاړل او کېداى شي بيا هم له امنيتي ځواکونو سره جګړه وکړي.))

بل لورته طالبان هم دغه بريدونه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ په اديسه سيمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دې بريدونو کې ١٩ د ملي اردو سرتېري او سيمه ييز پوليس وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.

د مجاهد د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې دوه پوستې له منځه وړل شوي او يو ټانګ، يو توپ او نور وسلې او مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.