مزار شريف ( پژواک، ۲۹ غبرګولی ۹۷): د بلخ يو شمېر ديني عالمانو او د مدني ټولنو استازو له طالبانو غوښتنه وکړه چې د حکومت په څېر دې اوربند وغځوي.
د افغانستان دولت د روژې له ٢٧ مې د اختر تر پنځمې او طالبانو د اختر په درېيو ورځو کې اوربند اعلان کړ، خو طالبانو د اختر د درېيمې ورځې په ماښام په داسې حال کې بيا پر دولتي ځواکونو بريدونه پيل کړل، چې دولت د اوربند موده لس ورځې نوره هم غځولې ده.
د مزار شريف په حضرت علي روضه کې نن سه شنبه د بلخ يو شمېر ديني عالمان او د مدني ټولنو استازي راټول شوي وو او غوښتنه يې دا وه چې طالبان دې د ولسونو غوښتنې ومني او بيا دې اوربند وکړي.
مولوي محسن دانش د يادې راټولېدنې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روانې جګړې قربانيان افغانان دي او د درېدو لپاره يې بايد جدي ګامونه واخيستل شي.
هغه زياته کړه، د اختر درې ورځني اوربند وښوده چې هم طالبان او هم افغان ځواکونه نور له جګړې ستړي شوي دي.
هغه وويل : (( د اختر درې ورځني اوربند ثابته کړه، چې هېواد کې د جګړې پای او د سولې راتګ، هم د اسلام او هم د طالبانو او حکومت په خير او ګټه دی.))
دغه ديني عالم هغه اړخونه په غلطه وبلل، چې د افغانستان د جګړې د غځېدو هڅه کوي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي بنسټ مشر ډاکټر نجيب پيکان هم د حکومت له خوا د اوربند تمديدېدل د افغان ولس په خير بولي او له طالبانو هم د ورته عمل غوښتنه لري.
هغه وايي چې د اوربند په تمديد سره حکومت ښکاره کړه چې د سولې لپاره اراده لري.
د پيکان په خبره، که طالبان هم د سولې اراده لري نو بايد د حکومت د اوربند په مقابل کې بيا ځلي اوربند وکړي.
هغه زياته کړه: (( د افغان جګړې پای د سولې له لارې ممکن دی، طالبان بايد په دې پوه شي چې سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او که د دوی له خوا رد شوه، نو ډېر زيان به وکړي.))
له دې سره د ښځو د حقونو فعاله او بلخ کې د سولې شورا د ولايتي کمېټې غړې مېرمن شکيبا وايي چې ښارونو او د حکومت لاندې سيمو ته د ډلې ډلې طالبانو راتګ دا ښکاروي، چې هغوی هم نور له جنګه ستړي شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن