د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هند په ٣ ميليونه ډالرو د مزار هوايي ډګر سړک جوړېږي

د هند په ٣ ميليونه ډالرو د مزار هوايي ډګر سړک جوړېږي

Jun 19, 2018 - 16:09

مزار شريف ( پژواک، ۲۹ غبرګولی ۹۷): د هند سفير وايي چې هېواد به يې له افغانستان سره په بېلابېلو بنسټيزو او پراختيايي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د هند سفير ويني کمار دغه څرګندونې د غبرګولي په ۲۹ مه، د بلخ ولايت د مزار شريف د مولانا جلال الدين محمد بلخي هوايي ډګر د ۲،۸ کيلومتره سړک د جوړېدو په پرانيسته کې وکړې.

ځايي چارواکي وايي، د سمنګان – مزار پر لويه لار د استاد خليل الله خليلي له څلور لارې څخه، د مزار شريف د هوايي ډګر تر ترمينل پورې د ۲،۸ کيلومتر سړک پر جوړېدو ۳ مليونه امريکايي ډالر لګښت راځي  چې هند يې د ورکړې ژمنه کړې ده.

د هند سفير ويني کمار په دغو مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې هېواد يې له  افغانستان سره په بنسټيزو او پراختيايي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

نوموړي د افغانستان او هندوستان دوستي تاريخي وبلله او زياته يې کړه چې دغه ملګرتيا په تېرو ۱۷ کلونو کې نوره هم ټينګه شوې ده.

هغه زياته کړه، افغانستان کې د موقت حکومت له جوړېدو را وروسته، د هند د حکومت هڅه دا ده  چې افغانانو سره د پرمختګ برخه کې خپلې تجربې شريکې کړي.

د ويني کمار په وينا، په وروستيو کې د هند او افغانستان تر منځ سوداګريزې چارې ښې پر مخ روانې دي.

د هندوستان سفير په دې تړاو وويل: (( زموږ نظر دا دی چې که يوه ډوډۍ ولرو، نو نيمه يې خپل ملګري ته ورکوو او په ګډه يې خورو؛ نو د همدې فورمول له مخې موږ له افغان حکومت او افغان ولس سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو.))

هغه زياته کړه چې هر کال هندوستان ته د تحصيل لپاره د لسګونه افغانانو ورتګ څرګندوي چې دغه دواړه هېوادونه ښې او ژورې اړيکې لري.

د هند سفير وايي چې په دوو وروستيو کلونو کې افغانانو ته د  هند له خوا د ورکړل شوو وېزو په ورکړه کې دوه برابره زياتوالی راغلی دی.

نوموړي ژمنه وکړه چې د وېزو په برخه کې به هغو افغانانو ته لا ډېرې اسانتياوې رامنځته کړي چې هندوستان ته د درملنې په موخه ځي.

په دغه پروګرام کې د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر له افغانانو سره د هند د مرستو له امله مننه وکړه.

هغه زياته کړه، د هند سفير ورسره په بلخ کې د يو لړ نورو پراختيايي پروژو د تطبيق او مرستې ژمنه کړې ده.

رهګذر پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هند سفير د بلخ پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي لپاره د معياري ودانۍ د جوړېدو ژمنه هم کړې ده.

نوموړي زياته کړه چې ددې تر څنګ د هند سفير افغان ځوانانو ته د لا ډېرو تحصيلي بورسونو د ورکړې لپار هم زړه ښه کړی دی.

د بلخ والي وويل چې هند په افغانستان کې د ټولګټو پروژو او اقتصادي مرستو له لارې ثابته کړې، چې د افغانستان رښتينی ملاتړی دی.

هغه وايي چې د بلخ هوايي ډګر ته ورغلي سړک اساسي رغولو ته اړتيا درلوده چې هند يې لګښت ته اوږه  ورکړه.

د مزار شريف اوسېدونکي جهانزيب پژواک سره په خبرو کې له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې هغو هيوادونو سره اړيکې لا پراخې کړي چې افغانستان کې بيا رغونې ته ليواله دي.

نوموړی د کوم هيواد نوم نه اخلي خو وايي چې ټول هيوادونه دې افغانستان کې د ناسالم رقابت پر ځای افغانانو سره د رښتينې همکارۍ لار غوره کړي.

هغه له هند څخه ځانګړې مننه وکړه چې په مزار شريف کې ورته د هوايي ډګر سړک رغوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement