ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ خلک : پراخه سيندونه لرو خو د برېښنا له نعمته بې برخې يو

د کونړ خلک : پراخه سيندونه لرو خو د برېښنا له نعمته بې برخې يو

author avatar
19 Jun 2018 - 13:52
د کونړ خلک : پراخه سيندونه لرو خو د برېښنا له نعمته بې برخې يو
author avatar
19 Jun 2018 - 13:52

اسعد اباد (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٧) : د کونړ ولايت اوسېدونکي وايي چې په دې ولايت کې د پراخو سيندونو او اوبو شتون سره سره دوى د برېښنا له نعمت څخه بې برخې دي .

دوى وايي، حکومت په دې اړه  څو ځلې ژمنې کړې، خو تر اوسه يې عملي کړي نه دي او غوښتنه کوي چې په کونړ ولایت کې دې د برېښنا ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.

د کونړ د مرکز اسعد اباد ښار د دم کلي اوسېدونکى ضياء الحق   وايي چې دې ولايت ته راغلو ټولو چارواکو د برېښنا بندونو د جوړولو ژمنې کړې دي، خو تر اوسه يې يوه هم نه ده عملي کړي.

هغه زياته کړه، د برېښنا د نشتوالي له امله خلک له بېلا بېلو ستونزو سره مخ  دي او د ژوند له لومړنيو اسانتياوو څخه بې برخې دي.

د دى  ښار يو بل اوسېدونکى عزت الله وايي چې د برېښنا نشتوالي ددوى ورځنۍ چارې ټکنۍ کړي او پر کاروبار يې هم ناوړه اغېزه کړې ده.

 نوموړي په وينا، په کومه ورځ چې لږه  برېښنا هم ولري، نو دوه زره افغانۍ ګټه کوي او چې برېښنا نه وي، بيا هېڅ ګټه نه کوي.

عزت الله وايي، اوس اسعداباد په ښار کې يو تن شخصي جنراتور لګولى، خو لګښت يې ډېر زيات دى او دوى يې نه شي ورکولى.

ده زياته کړه : (( له دې برېښنا څخه چې استفاده وکړو، نو دومره ګټو چې ددوکان کرايه ورکړو، نور څه نه راته پاتې کېږي.))

ددې ولايت يو بل اوسېدونکى مولوي سيدولي الله بيا له حکومت څخه غواړي چې دوى ته هم د نورو ولايتونو په څېر وارداتي برېښنا ورکړي.

د هغه په وينا، که چېرې حکومت دا کار نه شي کولى، بيا دې د کونړ پر سيند بندونه جوړ کړي چې خلک له خپلو اوبو څخه خپله برېښنا ولري.

نوموړی وايي، د چين دې کور ودان وي چې د لمريزې يا سولري برېښنا ښيښې يې جوړې کړې چې ورسره د خلکو ډېره ستونزه هواره شوې ده.

د حيات الله په نامه يو تن قومي مشر وايي، دې ولايت ته چې هر  والي او يا وزير راغلى؛ نو د برېښنا ژمنې يې کړې دي، خو ټولو د روغ ويلي او هېڅ يې نه دي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.