ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مرتضوي: جهادي مشرانو د حکومت د اوربند له نوښت څخه ملاتړ وکړ

مرتضوي: جهادي مشرانو د حکومت د اوربند له نوښت څخه ملاتړ وکړ

author avatar
19 Jun 2018 - 20:29
مرتضوي: جهادي مشرانو د حکومت د اوربند له نوښت څخه ملاتړ وکړ
author avatar
19 Jun 2018 - 20:29

کابل (پژواک، ۲۹غبرګولی ۹۷): ولسمشر له جهادي مشرانو سره د سولې په تړاو تر خبرو وروسته په خبري ناسته کې خپل ګډون لغوه کړ؛ خو د ویاند مرستیال یې وايي چې جهادي مشرانو د ځينو اندېښنو تر څنګ د حکومت د اوربند له نوښت څخه ملاتړ وکړ.

په یادو دری ورځو کې ډېر طالبان ښارونو او د دولت تر ولکې لاندې سیمو ته لاړل او همدارنګه دولتي کسان د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته لاړل او اختر یې یو ځای ونمانځه. وسله والو طالبانو په داسې مهال د اختر په درېیم ماښام د امنیتي ځواکونو پر پوستو حملې پیل کړې چې دولت یاد اوربند لس ورځې نور هم وغځاوه.

نن د افغانستان د مخکيني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ځينو جهادي مشرانو، لکه د اسلامي دعوت ګوند مشر عبد رب الرسول سیاف، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د جمعیت اسلامي مهم غړي محمد یونس قانوني، د سولې د عالي شورا رییس او د حزب اسلامي وحدت مشر محمد کریم خليلي، د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال او د حزب وحدت مردم مشر محمد محقق او د هېواد قاضي القضات سید یوسف حلیم له ولسمشر غني سره د سولې د پرمختګ پر څرنګوالي خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر اعلان کړی وو چې ولسمشر غني له جهادي مشرانو سره تر ليدنې وروسته په ارګ کې په خبري ناسته کې ګډون کوي.

خو په ارګ کې خبري ناسته جوړه نه شوه، د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسن مرتضوي د حکومت د رسنيو په مرکز کې په خبري ناسته کې وويل چې ټاکل شوې ده، ولسمشر غني له سیاسي ګوندونو، د مدني ټولنو له بنسټونو او رسنیو سره تر خبرو وروسته د سولې د بهیر په اړه له رسنيو سره خبرې وکړي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د جهادي مشرانو تر منځ اختلافونه د دې لامل نه دي چې ولسمشر په خبري ناسته کې ګډون وکړي، بلکې په دې ناسته کې ولسمشر ته ټينګار وشو چې له مختلفو پرګنو سره دې ډول ناستو ته دوام ورکړي، ترڅو د هغوى نظرونه هم د سولې په بهير کې شریک شي او یو واحد نظر رامنځ ته شي.

نوموړي له ولسمشر سره د جهادي مشرانو د نننۍ غونډې په اړه زیاته کړه: ((په دې غونډه کې سیاسي شخصیتونو خپل نظرونه او اندېښنې شریکې کړې؛ خو په یوه خوله یې د حکومت نوښت ته هرکلی ووایه او ملاتړ یې ترې اعلان کړ.))

د هغه په خبره، د ټولنې د بېلابېلو پرګنو نظریات له حکومت سره مرسته کوي، چې د سولې بهیر په سم لوري او بریا سره پرمخ یوسي.

مرتضوي زیاته کړه چې د اوربند نوښت د افغان ولسمشر او حکومت د زړورتیا په پایله کې ترسره شو.

د هغه په وینا، تردې وړاندې ویل کېدل چې افغان حکومت په عمل کې د اوربند او سولې لپاره اړینه ژمنتیا، اراده او خپلواکي نه لري؛ خو د اختر په ورځو کې د افغان حکومت له لوري د اوربند اعلان دا ثابته کړه چې حکومت په هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره په عملي ډګر کې لازمه ژمنتیا او استقلال لري.

نوموړي یادونه وکړه چې د اختر په درې ورځو کې د اوربند مدیریت په اړه ان حکومت کې اندېښنې موجودې وې چې ګواکې دا اوربند به په ښارونو کې څه ډول مدیریت شي، ترڅو د ((افغانستان دښمنان)) له دې موکې څخه د ګډوډي او نورو موخو لپاره استفاده و نه کړي.

هغه وویل چې ولسمشر غني د اختر په ورځو کې له اوربند څخه د ښه مدیریت په پار د ۳۴ ولایتونو له والیانو او امنیه قوماندانانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.