ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند په مزار شريف کې معياري کرکټ لوبغالی جوړوي

هند په مزار شريف کې معياري کرکټ لوبغالی جوړوي

author avatar
19 Jun 2018 - 18:55
هند په مزار شريف کې معياري کرکټ لوبغالی جوړوي
author avatar
19 Jun 2018 - 18:55

مزار شريف ( پژواک، ۲۹غبرګولی۹۷): هندوستان د بلخ په مرکز مزار شريف کې د معياري کرکټ لوبغالي جوړېدو په موخه د يو مليون ډالرو مرستې اعلان وکړ.

په شمال او شمال ختېځ زون کې د کرکټ بورډ استازی خالقداد نوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد لوبغالي په جوړېدو سره به په شمال زون کې د کرکټ د ودې لپاره زمينه برابره شي.

هغه وويل چې د مزارشريف کرکټ لوبغالی په معياري ډول په ۱۴ جريبه ځمکه کې جوړېږي، تر شلو زرو ننداره کوونکو د ځاېيدو وړټيا به ولري او ټولټال به يو ميليون امريکايي ډالره لګښت پرې راشي.

په هغو مراسمو کې چې په همدې تړاو نن سې شنبه  په مزار شريف کې جوړ شوي وو، د بلخ  چارواکو او افغانستان کې د هند سفير په کې ګډون کړی وو.

افغانستان کې د هندوستان سفير ويني کمار غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې هېواد يې ژمن دی تر څو له افغانستان سره د کرکټ په وده کې لا ډېره مرسته وکړي.

نوموړي د افغانستان ملي کرکټ ټيم وروستۍ لاسته راوړنې وستايلې او هيله يې وښوده چې افغانستان به د کرکټ د نورو لوبو په څېر په ټېست سياليو کې هم ځانګړی ځای پيدا کړي.

هغه د افغان کرکټ د ودې په برخه کې د هند د مرستې په تړاو وويل: (( په نړۍ کې به هېڅ داسې هېواد نه وي چې خپل دوه لوبغالي بل هېواد ته ورکړي؛ خو دا کار موږ کړی او د خپل هېواد دوه نړيوال لوبغالي مو افغانانو ته ورکړي دي.))  

د هند سفير له لوبو اخوا په نورو برخو کې هم له افغانانو سره د لا ډېرې مرستې ژمنه وکړه او زياته يې کړه چې هند افغانستان د خپل نږدې دوست په حيث پېژني.

د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر په مزار شريف کې د کرکټ د معياري لوبغالي جوړېدو په  برخه کې  د هند له مرستې مننه وکړه.

هغه وويل چې هندوستان په تېره څه باندې يوه لسيزه کې ثابته کړې  چې د افغانستان ښه همکار دی.

رهګذر ژمنه وکړه چې د بلخ ولايتي کرکټ لوبډلې د ودې او پرمختګ لپاره به جدي هڅې وکړي.

ده د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د وياړونو ګټونکې وبلله او زياته يې کړه چې دغې ډلې په ټوله دنيا کې د افغانستان نوم او بيرغ  لوړ ساتلى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.