جلال اباد (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د جلال اباد ښار مربوطاتو کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله د يوې کورنۍ څلورو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چارواکو په وينا، د مرمۍ سرګلولې نن سهار څه باندې ۹ بجې د ښار اړوند اتمې ناحيه کې چاودنه کړې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په ۲۹مه پژواک اژانس ته وويل چې د جلال اباد ښار د اتمې ناحيې اړوند بهسودو پله ته نږدې د نارماسي په سيمه کې د هاوان يوې مرمۍ چاودنه کړې ده.
هغه زياته کړه، چاودنه کې دوه تنکي ځوانان وژل شوي، دوه نور يې ټپيان دي او چاودنه پرې هغه مهال شوې چې هغوی سيمه کې په لوبو بوخت وو.
خوږياڼی وايي، معلومه نه ده چې د هاوان مرمۍ تازه راوړل شوې وه او که پخوانۍ وه؛ خو وايي چې په اړه يې د کشفي ارګانونو پلټنې روانې دي.
د پېښې يو عيني شاهد صحت الله هم وايي چې د پېښې په ځای کې يې څلور کسان ليدلي چې په وينو لړي يې روغتون ته انتقال کړل.
هغه وايي، قربانيان ټول د يوې کورنۍ غړي دي او په سيند کې يې لامبل چې چاودنه پرې شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن