ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه پوليس له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور ونيول شول

دوه پوليس له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور ونيول شول

author avatar
20 Jun 2018 - 17:11
دوه پوليس له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور ونيول شول
author avatar
20 Jun 2018 - 17:11

غزني ښار(پژواک،٣٠غبرګولى٩٧): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې دوه پوليس له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور نيول شوي دي.

د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل د غبرګولي په ٣٠مه خبريالانو ته وويل چې دغه دوه پوليس د ګيرو او اندړو ولسواليو اوسېدونکي دي.

هغه وايي: (( يو يې غلام نبي او بل يې محمد حنيف نومېږي چې په اندړو ولسوالۍ کې يې له طالبانو سره اړيکې جوړې کړې وې.))

د قوماندان په وينا، يادو کسانو به طالبانو ته نظامي معلومات ورکول چې له اسنادو سره يوځاى نيول شوي دي.

نوموړي وايي چې نيول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف هم کړى دى.

د مشعل په وينا، په اړونده برخه کې يې چاڼيز عمليات پيل کړي، ترڅو ټول هغه کسان په نښه کړي چې له وسله والو طالبانو سره اړيکي لري.

د غزني امنيتي مسوولينو نيول شوي کسان هم رسنيو ته وښودل.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم په غزني کې يو شمېر پوليس وسله والو طالبانو سره د لاس لرلو په تور نيول شوي دي.

څه موده وړاندې هم دوه پوليس هغه مهال ونيول شول چې د درې سوه زره پاکستاني کلدارو په مقابل کې يوه پوسته پر وسله والو طالبانو پلورلې وه.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.