ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار امنيه قومانداني: طالبان ښار او ولسواليو ته له وسلو پرته راتللى شي

د کندهار امنيه قومانداني: طالبان ښار او ولسواليو ته له وسلو پرته راتللى شي

author avatar
20 Jun 2018 - 16:35
د کندهار امنيه قومانداني: طالبان ښار او ولسواليو ته له وسلو پرته راتللى شي
author avatar
20 Jun 2018 - 16:35

کندهار (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۹۷): له هغه وروسته چې ولسمشر له وسله والو طالبانو سره اوربند وغځاوه، د کندهار امنیه قومانداني وايي چې طالبان ښار او ولسوالیو ته له وسلو پرته تګ کولی شي.

ولسمشر اشرف غني د روژې له ۲۷مې د اختر تر ۵مې یو اړخیز اوربند اعلان کړی و چې وروسته طالبانو هم داختر په لومړیو درېيو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.

د اختر په لومړیو درېیو ورځو کې د هېواد له هیڅ یوې برخې د ناامنیو خبرونه نه وو خو په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې له خوا دوه خونړي ځانمرګي بریدونه وشول چې له امله یې لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.

ولسمشر اشرف غني د اختر په دویمه له طالبانو سره اوربند وغځاوه خو طالبانو د اختر په درېیمه د خپل اوربند د پای او د نوو عملیاتو د پيل اعلان وکړ.

خو د کندهار امنیې قوماندانۍ د ولسمشر له خوا له طالبانو سره د اوربند د غځولو د حکم پر بنسټ وايي چې طالبان ښار او ولسوالیو ته له وسلو پرته تګ کولی شي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې لپاره چې د ولسمشر له لوري د اوربند د غځېدا حکم په ښه توګه پلی شي، وسله وال طالبان په کندهار ښار او ولسوالیو کې چېرې چې یې زړه وي له وسلو پرته تګ راتګ کولی شي.

هغه زیاته کړه، امنیتي ځواکونه به نه یواځې چې هغوی ته ستونزې نه جوړوي او نه به یې تعقیبوي، بلکې امنیت به یې ساتي.

دی وايي: ((که طالبان غواړي چې د خپلو خپلوانو کره لاړ شي، له چارواکو سره وویني، نو هغوی له وسلو پرته بېله دې چې د امنیتي ارګانونو له خوا تعقیب شي، په ډاډه زړه راتلی شي او موږ به یې امنیت ساتو.))

د ده په خبره، د همدې لپاره د پولیسو، اردو او ملي امنیت یو ګډ کمېسیون جوړ شوی چې کله هم طالبان راځي نو د ښار او ولسوالیو په ورودي دراوزو کې به خپلې وسلې ږدي چې کېدای شي د هغوی یو نماینده هم هلته موجود وي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د امنیتي ځواکونو د دغه تصمیم پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی، خو خلک د دغه اقدام پراخ هرکلی کوي.

د کندهار ښار د کارېز بازار سیمې يوه اوسېدونکي محمد شفیق پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولسمشر له خوا د اوربند غځولو پرېکړې او د امنیتي ځواکونو دا ډول انعطاف به بالاخره وسله وال طالبان دې ته وهڅوي چې په خپل دریځ کې نرمښت راولي، هغوی هم اوربند وغځوي او بالاخره سولې ته غاړه کښېږدي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.