کابل (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٧) : په کندهار ولايت کې د ملکي وګړو پر يوه موټر د چاودنې له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د والي وياند داوود احمدي د غبرګولي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه په اتو بجو په سپين بولدک ولسوالۍ کې د کندهارښار-سپين بولدک پر لويه لاره رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، په ياده سيمه کې د ملکي خلکو پر موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې وه چې له امله يې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
احمدي وايي،په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي، دوه ملکي وګړي او دوه پوليس ټپيان شوي دي.
د دې چاودنې مسووليت چا نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن