د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

درې کلونو کې بزګرانوته ۶،۱ میلیارده افغانۍ پور ورکړل شوی

درې کلونو کې بزګرانوته ۶،۱ میلیارده افغانۍ پور ورکړل شوی

Jun 20, 2018 - 18:08

کابل (پژواک،۳۰ غبرګولی ۹۷): له ۲۰۱۵ کال راهیسې، بزګرانو ته د پور ورکړه څه باندې ۲۷سلنه زیاته شوې چې په دې موده کې د هېواد په کچه له ۶،۱ میلیارده افغانیو څخه زیات پورونه افغان کروندګرو ته ورکړل شوي دي.

دا سروي چې (( بزګرو ته د مالي خدمتونو د عرضې او تقاضا ملي سروې)) تر نوم لاندې د هېواد کرنۍ، مالدارۍ او اوبو لګولو او د امریکا نړیوالې پراختیايي اداري (USAIDinfo-icon) له لوري کابو یو کال وړاندې پیل او په دې وروستیو کې بشپړه شوې ده، له  ۲۷۳۶ کروندګرو سره د زون په کچه ټول هېواد کې مرکې شوې دي.

د دې سروي پایلې نن (۳۰ غبرګولی) په کابل کې د یوې خبري ناستې په جریان کې اعلان شوې.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي د معلوماتو له مخې، د سروې موندنې ښيي چې کرونګرو ته د پور ورکولو کچه له ۲۰۱۵ کال څخه پیل او تر روان کال پورې ۲۷،۵ سلنه لوړه شوې ده.

همداراز د هغه په وینا، له ۲۰۱۵ کال راهیسې تراوسه کروندګرو ته چې ۱۱،۲ سلنه یې ښځې دي، څه باندې ۶،۱ میلیارده افغانۍ پور ورکړل شوې دي. د هغه په وینا، دا پورونه د کرنې وزارت او امریکا متحده ایالاتونو دنړیوالې پراختیايي ادارې، ځینې ملي او نړیوالو بنسټونو له لوري د کروندګرو په واک کې ورکړل شوي دي.

د هغه په وینا، کروندګرو دا پورونه د کرنې وزارت او د کرنې په برخه کې د پور ورکوونکو بانکونو او د همکارو موسسو څخه ترلاسه کړي دي.

نوموړي وويل چې په دې سروې کې زیات شمېر کروندګرو د پور د زیاتوالي او په دې برخه کې د نورو اسانتیاوو رامنځ ته کولو غوښتنه کړې ده.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مسلکي معینیت سرپرست په یادو مراسمو کې وویل چې د دې سروې پایلې د کرنیزو فعالیتونو په برخه کې د غوره پروګرامونو په مطرح کولوکې له کرنې وزارت او نورو همکارو بنسټونو سره مرسته کوي.

همدرد زیاته کړه چې د کرنې وزارت، ۴۳۰ میلیونه افغانۍ بوديجه لري چې له دې پيسو څخه به کروندګرو ته پور ورکړي.

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیايي کرنیزې ادارې د پورونو پراختیا دویمې برخې مشر ګریتا ګریت هوس په دې ناسته کې وویل چې کروندګرو ته د ورکړل شوو پورونو ډېره برخه کوچني پورونه جوړوي او زیات بزګر غواړي چې غیررسمي پورونه ترلاسه کړي.

همداراز د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیايي ادارې د کرنیزو پورونو پروګرام د پراختیا د دویمې برخې متخصص مټ سمیتر وویل چې کرنیز پورونه هراړخیز نه دي او کروندګر بېلابېلو پورونو ته اړتیا لري.

هغه ټینګار وکړ چې  پورونه دې په رسمي او غیررسمي، سوداګریز او موسمي ډول ورکړل شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement