ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وزې ځدراڼ خلک: ولسوالي د تابعيت تذکرې نه راکوي

د وزې ځدراڼ خلک: ولسوالي د تابعيت تذکرې نه راکوي

author avatar
20 Jun 2018 - 18:59
د وزې ځدراڼ خلک: ولسوالي د تابعيت تذکرې نه راکوي
author avatar
20 Jun 2018 - 18:59

ګردېز (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٧): د پکتيا د وزې ځدراڼ ولسوالۍ لسګونو مشرانو او ځوانانو د لاريون په ترڅ کې د خوست ــ کابل لويه لار د ترافيکو په مخ تړلې او شکايت کوي چې په ولسوالۍ کې يې ورته د تابعيت تذکرې نه ورکول کېږي.

دوی ادعا کوي چې د وزې ځدراڼ د ولسوال ورور ولسي جرګې ته کانديد دی او نوموړی د خپل ورور په ګټه يواځې خپلو پلويانو ته تذکرې جوړوي او اسانتيا ورته برابروي.

د دوی له ډلې غلام محمد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې خلک د تذکرو په ارزښت پوه شوي او غواړي خپلو مېرمنو ته هم تذکرې واخلي، خو د مسوولينو ناوړه چلند له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

ده زياته کړه: ((تذکرې له کابل څخه راشي، خو موږ ته له ولسوالۍ نه راوځي او موږ او زموږ اطرافو ته نه رسيږي؛ په دې کې د ولسوال خپلې منافع او ګټې دي. زموږ په زرهاوو خلک پاتې دي؛ که موږ ته تذکرې رانه کړل شي، موږ دا لاره بيا هم بندوو.))

د دې ولسوالۍ اوسېدونکی فقير خان وايي، عبدالولي له تېرو اتلس کلونو راهيسې د وزې ځدراڼ ولسوال دی او هر څه يې په خپل انحصار کې اخيستي دي.

د هغه په وينا، ولسوال هغو خلکو او سيمو ته تذکرې او د تذکرو ټيمونه نه ورکوي چې د نوموړي له ورور سره موافق نه وي.

ده زياته کړه: ((په کابل کې ولسمشر بدليږي، والي بدليږي، وزير بدليږي، دا ولسوال ولې نه بدليږي؟ له اتلس کلونو راهيسې دا يو سړی زموږ ولسوال دی. تذکرې چې دې ولسوالۍ ته راشي، هغه چا ته يې ورکوي چې څوک له ده سره جوړ خلک دي او د ده ورور رووف خان ته رايه ورکوي. زموږ د والي او رييس جمهور نه دا غوښتنه ده چې دا ولسوال بدل کړي.))

يو بل لاريون کوونکي خان وزير پر ولسوال د جعلي تذکرو جوړولو تور هم ولګاوه او ويې ويل چې دوی ته د تذکرو د مديريت له خوا پلمه کېږي چې د تذکرې فورمونه يا مسوول نشته.

ده وويل: ((هغه خلک چې د ده په رايه وي او ده ته تذکرې کاروي، هغه ته تذکره په ولسوالۍ کې د ننه جوړوي او هغه کسان چې د ده له رايې سره مخالف خلک وي، هغه ته وايي چې فورم نشته او مدير نشته.))

خو د وزې ځدراڼ ولسوال عبدالولي د خلکو دا ادعاوې ردوي او وايي، که څوک يې په اړه دا ډول سند لري، نو وړاندې دې يې کړي.

نوموړي پژواک ته وويل چې د کليو د خلکو لپاره د تذکرو او سټېکرونو د وېش له مودې سره سم يې کليو ته اړوند ټيمونه لېږلي او د وخت له غځېدو سره دا چاره لا هم دوام لري.

دی وايي: ((که څوک سند او ثبوت لري، ميډيا ته دې يې مخ ته کړي چې د رووف خان په ګټه يې کاروي او موږ ته يې نه راکوي، همدارنګه هېڅ جعلي تذکره هم نه ده جوړه شوې، دا خلک بل چا لمسولي دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.