ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د څلورو وژل شوو پوليسو مور: مسوولين راته وثيقه نه جوړوي

د څلورو وژل شوو پوليسو مور: مسوولين راته وثيقه نه جوړوي

author avatar
20 Jun 2018 - 10:30
د څلورو وژل شوو پوليسو مور: مسوولين راته وثيقه نه جوړوي
author avatar
20 Jun 2018 - 10:30

ترينکوټ ( پژواک، ٣٠ غبرګولی ۹۷) د اروزګان ولايت معيوبين او د شهيدانو وارثين وايي  چې مسوولين د هغوى حقوق په وخت نه ورکوي او د مرستې پر ځاى ورته ستونزې جوړېږي.

د اروزګان د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست کې تر ۱۰۰۰ زيات معيوبين او د شهيدانو وارثين راجستر دي  چې د همدې ادارې له خوا ورته حقوق ورکول کېږي.

معيوبين او د شهيدانو وارثين وايي چې له تېر يوه کال راهيسې ورته حقوق نه دي ورکړل شوي او په بېلا بېلو پلمو ځنډول کېږي.

قمرګله چې د پاخه عمر لرونکې مېرمن ده او څلور ځوان زامن يې له تېرو څو کلونو راهيسې په جګړو کې له لاسه ورکړي،وايي له دووکلونو راهيسې د خپلو شهيدانو حقوق يې نه دي ترلاسه کړي او له ګڼو ستونزو سره مخامخ ده.

هغه چې د کار او ټولنيزو چارو رياست مخې ته ولاړه وه، پژواک اژانس ته وويل چې غږ او فرياد يې هېڅوک نه اوري او نه يې ستونزې ته پاملرنه کېږي.

دغه مېرمن وايي، د پوليسو په ليکو کې يې څلور زامن له لاسه ورکړي او د دوو نږورګانو په ګډون د شپږو لمسيانو او د کورنۍ د اتو نور غړو سرپرستي ور په غاړه ده.

د قمرګلې په وينا، دوه ځلې تر مرکز کابل پورې هم تللې او ترينکوټ کې يې لسګونه ځلې د اړوندو ادارو دروازې ټکولې، خو په وينايې تردې مهاله د هغې د وژل شوو زامنو وثيقې نه دي جوړې شوې او حقوق يې نه دي ترلاسه کړي.

د څلورو وژل شوو پوليسو دغه مور وايي چې نور نو هره ورځ ادارو ته د تللو څخه ستړې شوې او ورځ تر بلی ېې پر دولت باور کمېږي.

د قمرګلې ترڅنګ ددې ولايت ګڼ شمېر نورې کورنۍ له دغه ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان دي .

له چورې ولسوالۍ څخه راغلی عبدالله جان وايي چې اته مياشتې مخکې يې دولسوالۍ داختر په کلي کې د ملي دفاع وزارت په بمبار کې يې مېرمن ، دوه لوڼې او يو زوى له لاسه ورکړي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، له تېرو څو مياشتو راهيسې يې د کورنۍ د وژل شوو غړو د وثيقو په جوړولو تېرې کړي، خو د اسنادو د بشپړېدو وروسته تردې مهاله هغه ته د شهيدانو حقوق نه دي ورکړل شوي.

د عبدالله په وينا، د وثيقو جوړولو پر مهال عدلي او قضايي، امنيتي، کشفي او ملکي ادارو ورته بېلابېلې ستونزې جوړې کړې او يو شمېر مامورينو ترې د رشوت غوښتنې هم کړې دي.  

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.