کابل(پژواک،۳۰غبرګولی ۹۷): له تنباکو څخه پاکه نړیواله ورځ د تنباکو د زیانونو د څرنګوالي په تړاو د عامه پوهاوي د ډېروېدو په موخه په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د باغ بابر، پارک شهر، او ژو بڼ سیمې له تنباکو څخه پاکې اعلان شوې.
له تنباکو څخه پاکه ورځ د عامې روغتیا وزارت له کابل ښاروالۍ سره په ګډه په کابل ښار کې ونمانځله.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال ډاکټر فدا محمد وویل: (( يواځې تنباکو هر کال په نړۍ کې د ۷ ميلیون کسانو د مرګ سبب کېږي چې شپږ ميلیون کسان یې له تنباکو څخه د مستقيمې کارونې له امله او ۸۹۰۰۰۰ نور کسان بیا د تنباکو د لوګي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.))
نوموړي زیاته کړه: (( تنباکو په هرو شپږو ثانیو کې د یو انسان ژوند اخلي، همدارنګه د نړۍ ۸۰ سلنه هغه وګړي چې له سګرېټ څخه استفاده کوي د مخ پر وده هېوادونو اوسېدونکي دي.))
نوموړي زیاته کړه، په افغانستان کې ۱۹ سلنه مرګونه د زړه د ناروغۍ له امله رامنځ ته کېږي چې د ډېری داسې ناروغیو لامل د تنباکو کارول دي.
نوموړی زياتوي چې د قیلون کارول ډېر مضر دي او وايي: (( یو دوه قلیون له ۱۵ سګرېټو سره برابر دي نو باید په جدي ډول د قیلون د څکولو مخه ونیول شي.))
پیکان زیاته کړه چې له تنباکو څخه استفاده نه یواځې د روغتیايي ستونزو لامل ګرځي، بلکې په ټولنه کې اقتصادي ستونزې هم رامنځ ته کوي، د تنباکو په واردوونکو د ماليې ډېرول او د تنباکو د بیې لوړېدل له تنباکو څخه د استفادې د راکمولو غوره لارې دي.
د یادولو ده چې د یادې ورځې د نمانځلو پر مهال باغ بابر، پارک شهر، او باغ وحش له تنباکو څخه پاکې سیمې اعلان شوې او په دغو سیمو کې له تنباکو څخه استفاده کول منعه اعلان شول.
د کابل ښاروالۍ د خدماتو د برخې مرستیال مطیع الله محبوب تنباکو د انسان د روغتیا دښمن یاد کړل او تایید یې کړه چې ددغه تاواني پديدې پر وړاندې مبارزه د یوې ادارې لپاره ستونزمنه ده نو ټولې ادارې باید له تنباکو سره د مبارزې په برخه کې مرسته وکړي او له تنباکو څخه د منعې قانون دې په خپلو ادارو کې پلی کړي.
نوموړي زیاته کړه چې له دې وروسته به د کابل ښاروالۍ چارواکي په یادو درېیو سیمو(باغ بابر، پارک شهر او باغ وحش) کې هېچا ته د قلیون او سګرېټ کارولو اجازه ورنه کړي.
د نړیوال روغتیايي سازمان د دفتر استازی ډاکتر ريچارډ پيپر کورون هم د مديترانې د ختيځې برخې په هېوادونو کې له تنباکو څخه د استفادې ډېرېدل د اندېښنې وړ بولي او په دې برخه کې یې د عامې روغتیا وزارت له لوري پرتنباکو د بنديزونو د لګولو ستاینه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د تنباکو د منعه کېدو قانون په ۵ څپرکیو او ۲۴ مادو کې درې کاله وړاندې د ولسمشر له لوري توشیح شو او د هغه په لسمه ماده کې راځي: ((په دولتي ادارو، روغتونونو او روغتیایي مرکزونو، هوايي ترمينلونو، پوهنتونونو او انسټيټیونو، مدرسو او ښوونځيو،د بس په داخل ، ټکسي ګانو او نقلیه وسيلو، هوټلونو او نورو سرتړلو سیمو کې له سېګرېټ، چلم ، قلیون، نسوارو او د تنباکو له نورو محصولاتو څخه استفاده کول منعه اعلان شوي وو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن