د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له افغانستانه ایران ته د ډالرو لېږد په نوې سوداګرۍ بدل شوی

له افغانستانه ایران ته د ډالرو لېږد په نوې سوداګرۍ بدل شوی

Jun 20, 2018 - 16:02

هرات(پژواک،٣٠غبرګولی٩٧): په هرات کې د کانونو او صنایعو خونې او د صرافانو ټولنې چارواکي د اندېښنې په څرګندلو وايي، هره ورځ د هېواد د سوېلي سیمو له پولو له دوه تر درې ميليون ډالر ايران ته انتقالېږي.

 په هرات کې د صرافانو د ټولنې مشر د پژواک خبری اژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل، پر ایران د امریکا له بندېزونو او د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د تومان د ارزښت له لاسه ورکولو وروسته د افغانستان یو شمېر وګړي هڅه کوي چې د افغانستان له پولو ایران ته په ډېره کچه امريکايي ډالر انتقال کړي.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان د اساسي قانون له مخې هر افغان وګړی کولای شي تر ۲۰ زره امریکايي ډالر او یا د هغه معادل پیسې له هېواده وباسي، خو د ایران د اساسي قانون له مخې هر ایرانی یا بهرنۍ وګړی حق لري تر ۱۰ زره امريکايي ډالر او یا د هغه معادل یاد هېواد ته وارد یا له دغه هېواد څخه بهر کړي.

د هغه په خبره، ایران ته د ۱۰ زره امريکايي ډالرو انتقال تر یو نیم ميلیون تومان پورې ګټه کوي نو په همدې موخه د هېواد د سوېلي سیمو له پولو هره ورځ په سلګونو وګړي په قانوني او غیر قانوني ډول ايران ته ځي او هره ورځ یوه اندازه ډالر له ځان سره وړي.

هغه زیاته کړه، سره له دې چې ایران ته د ډالرو د قاچاق په اړه اندېښنه موجوده ده او امکان لري چې د هرات له شينډنډ ولسوالۍ، د فراه او نیمروز له پولو په قاچاقي ډول ایران ته انتقال شي؛خو ایران ته په قانوني ډول د ډالرو انتقال د اندېښنې وړ ده چې هره ورځ له دوه تر درې ميليون ډالرو پورې په غیرقانوني ډول ایران ته وړل کېږي.

 هغه وويل، د اوس لپاره په هرات کې یو امريکايي ډالر په ۶ زره ایراني تومان؛ خو په ایراني بازارونو کې په ۶ زره او ‍۱۵۰ تومان بدلېږي، نو ایران ته د هر ۱۰ زره امريکايي ډالرو انتقال یو نیم ميلیون تومان ګټه لري؛ نو له دې امله هره ورځ له ۷۰۰ تر ۸۰۰ کسان ایران ته سفر کوي او زیاتره یې له ځان سره ډالر انتقالوي.

د هرات د صرافانو د ټولنې مشر زیاته کړه چې ایران ته د ډالرو انتقال د یاد ولایت په بازارونو کې د ډالرو د بیې په لوړوالي سربېره په هرات کې د ډالرو د کمېدو لامل شوی، له بلې خوا د ډالرو د بیې په لوړېدو د افغانۍ ارزښت کم کړی او په ټولو توکو یې منفي اغېزه کړې ده.

 د هرات د کانونو او صنایعو خونې رییس حميدالله خادم هم ایران ته د ډالرو له قاچاق څخه د اندېښنې په څرګندولو پژواک ته وويل، د هرې ورځې په تېرېدو تومان خپل ارزښت له لاسه ورکوي او ایرانیان هم هڅه کوي چې د خپلو پیسو پر ځاى ډالر وساتي.

نوموړي زیاته کړه:(( له دې وړاندې هم ډالر له افغانستان په ځانکړي ډول هرات نه ایران ته وړل کېدل خو اوس یاد هېواد ته د ډالرو انتقال ډېر شوی؛ له دې امله چې تومان خپله په ایران کې هم ارزښت له لاسه ورکوي، نو ځکه ایرانیان هڅه کوي چې د خپلو پيسو پر ځای ډالر وساتي او په دې برخه کې یې فعاليتونه ډېر شوي چې دا یوه لویه اندېښنه ده او هیله لرو چې دولت به د ډالرو د قاچاق د مخنيوي لپاره یو منظم پلان رامنځ ته کړي او د ډالر د بيې د لوړوالي یو لامل په هېواد کې په ځانګړي ډول هرات کې همدا دی.))

 هغه زياتوي، پر ایران د امریکا له بنديزونو او د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د تومان د ارزښت له لاسه ورکولو وروسته ټول هغه سوداګر چې له ایرانه توکي واردوي له ځان سره ډالر وړي چې د دوی لپاره ډېره ګټه لري.

 خادم زیاته کړه، ایران ته د سوداګرو له لوري د ډالرو د انتقال کره شمېر نه دي معلوم؛ خو په دې وروستيو کې د ډالر په مقابل کې د تومان د ارزښت په راکمېدو سره دغه هېواد ته د ډالرو انتقال په سوداګرۍ بدل شوی دی.

 د هرات د کانونو او صنایعو رییس وویل، د امریکا له لوري پر ایران د وروستيو بندیزونو وروسته صنعت کاران هم زیانمن کړي دي؛ ځکه د افغانستان د لوېديځې برخې صنعت کاران،فابریکې، کارخانې او د هرات ولایت اوسېدونکي د ایراني توليداتو ډېر مصرف کوونکي دي او زیاتره خام مواد له ایراني کارخانو واردوي.

د خادم په خبره، ایران د افغانستان د اړتیا وړ توکو تر ټولو ستره ترانزيټي لاره ده چې د دغه هېواد له بندرونو په ځانګړي ډول د ایران د بندر عباس له لارې د افغان صنعت کارانو او سوداګرو توکي افغانستان په ځانګړي ډول هرات ته رسېږي.

 دی چې خپله هم صنعتي شرکت لري وايي چې د امریکا له لوري پر ایران بندیزونو د دوی په کار مستقیم اغېز کړی، پر ایران د امریکا د بندیزونو یو تاوان د افغانستان په ځانګړي ډول د هرات د سوداګرو او صنعت کارانو لپاره د نړۍ کمپنیو ته د پیسو انتقال دی.

نوموړي زیاته کړه، د ایران د بندر عباس په سیمه کې لوی ترانزيټي بندر دی چې دوی یې زیاتره مالونه له دې لارې افغانستان ته واردوي، کله چې دوی د خپلو مالونو د انتقال لپاره د ایران د بندر عباس نړیوالو کمپنیو ته ورپېژني نو دا چې ایران تر بنديزونو لاندې دی دوی یې له ستونزې سره مخ کړي او په اسانۍ سره نه شي کولای خپلې پيسې بهرنیو بانکونو ته انتقال کړي.

دی وايي چې د ایران د چابهار بندر هم یاده ستونزه لري.

 نوموړي وايي، د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د تومان د ارزښت له راکمېدو وروسته صنعت کاران له ایراني توکو سره سیالي نه شي کولای، د تومان د ارزښت له راکمېدو سره پر یو وخت د ایراني توکو ارزښت هم را ټيټ شوی کله چې ایراني توکي په کمه بیه افغانستان ته وارېدېږي دوی نه شي کولای له دې توکو سره سيالي وکړي.

ده زیاته کړه: (( د تومان د ارزښت د راکمېدو وروسته د یو شمېر ایراني توليداتو بیې هم راټيټې شوې دي. د نمونې په ډول یو ایراني بيسکویټ یا نوشابې چې مخکې به په ۲۰ یا ۲۵ افغانۍ پلورل کېدل د تومان د بیې له راکمېدو وروسته همدغه توکي په ۱۰ یا ۱۵ افغانۍ صادروي چې د هرات صنعتي فابريکې ورسره سیالي نه شي کولای.))

  د « vip» انرژۍ او پامېر کولا نوشابو د فابريکې رییس حاجي زلمي بهادري هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې پر ایران د امريکا بنديزونو د دوی په کارونو مستقیم اغېز کړی دی.

 ده زیاته کړه چې د بندېزونو له تازه کېدو وروسته دوی نه شي کولای له هېڅ اروپایي او اسیايي هېواد څخه خام مواد د ایران له بندر عباس څخه افغانستان ته وارد کړي.

 

ده وویل، د پاکستان د کراچۍ بندر هم د سوداګرو او صنعت کارانو د توکو د واردولو یو بندر دی؛ خو یاد بندر د ایران له بندر عباس څخه ډېرې ستونزې لري.

 بهادري د تومان د بیې د کمېدو او ایران ته د ډالرو له انتقال وروسته اندېښنه ښکاره کړه او ویي ويل چې د تومان د ارزښت راکمېدل د دې لامل شوي چې دوی د ایراني تولیداتو پر وړاندې سیالي وکړي او پر ایران د امریکا له بنديزونو وروسته د نوموړي هغه فابريکه چې له کلونو راهيسې یې شپه او ورځ کار کولو اوس یې د شپې شېفت کار بند کړی او د ورځې شېفت کار یې هم ځينې وخت کار نه کوي.

د هرات اوسېدونکی غلام سرور چې په یوه کوچنۍ فابريکه کې کار کوي او ځينې وخت ایران ته ډالر انتقالوي او کله بیا له ایرانه په غیر رسمي ډول یو شمېر توکي هرات ته واردوي پژواک ته وویل، سوداګریز پاسپورټ لري او په هرو دوو میاشتو کې لږ تر لږه یو ځل هرات او ایران ته تګ راتګ کوي او د تومان د ارزښت له راکمېدو وروسته له ۶ تر ۸ زرو امريکايي ډالرو او یو شمېر توکي ایران ته انتقالوي.

 د غلام سرور په خبره، ایران یواځې تر ۱۰ زره امريکايي ډالرو اجازه ورکوي چې له ځان سره یې دغه هېواد ته یوسي او د دغو پيسو په انتقال سره لږ تر لږه یو نیم ميلیون تومانه کوي او له ایرن څخه سره زر او یوه اندازه د کور وسایل، رب او یوه اندازه خواږه مواد هرات ته واردوي.

 د هرات یو اوسېدونکی عزیز احمد(مستعار نوم) چې ترانزيټي موټر لري او له هرات څخه د ایران مشهد ښار ته مسافر انتقالوي وايي چې څو ځله يې له ۵ څخه تر ۶ زره ډالر په قانوني ډول ایران ته انتقال کړي او له هغه ځایه یې هرات ته یو شمېر توکي چې ګټه لري لکه رب، لبنیات او جامې راوړې دي.

 علاوه له دې یو شمېر صرافانو پژواک خبري اژانس ته وویل چې ډېری عام وکړي ایران ته د تګ راتګ پر مهال ډالر وړي او له هغه ځایه یو شمېر مالونه واردوي.

دوی د افغانۍ پر وړاندې د ډالر دلوړېدو یو لامل بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران ته د ډالرو انتقال یادوي.

 

د هرات ښار د خراسان مارکېټ یو تن صراف عبداظاهر پژواک ته وویل: (( که دولت غواړي کله چې یو تن ۱۰ زره ډالر بهر وړي د بیا راتګ پر مهال دې پوښتنه ترې وشي چې په یادو پیسو یې کوم توکي رانيولي دي.))

له دې ډلې یو بل صراف شېراغا وویل: (( کله چې ډالر له هېواده بهر وړل کېږي د هغه بیه لوړېږي؛ دا چې ډالر کمېږي نو بهر ته د ډالرو انتقالول د افغانۍ پر وړاندې د هغه ارزښت هم لوړوي.))

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد له شخصي سکتور څخه په ملاتړ وویل، د هرات سیمه ییزه اداره له څو کلونو راهيسې هېڅکله ایران ته د ډالرو د انتقال اجازه نه ورکوي.

نوموړي د زیاتو جزيیاتو له ورکولو پرته وویل چې له ایران سره يې په پوله  د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول ډالرو د غیرقانوني انتقال د مخنيوي لپاره کلک امنيتي تدابیر نیولي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement