ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له افغانستانه ایران ته د ډالرو لېږد په نوې سوداګرۍ بدل شوی

له افغانستانه ایران ته د ډالرو لېږد په نوې سوداګرۍ بدل شوی

author avatar
20 Jun 2018 - 16:02
له افغانستانه ایران ته د ډالرو لېږد په نوې سوداګرۍ بدل شوی
author avatar
20 Jun 2018 - 16:02

هرات(پژواک،٣٠غبرګولی٩٧): په هرات کې د کانونو او صنایعو خونې او د صرافانو ټولنې چارواکي د اندېښنې په څرګندلو وايي، هره ورځ د هېواد د سوېلي سیمو له پولو له دوه تر درې ميليون ډالر ايران ته انتقالېږي.

 په هرات کې د صرافانو د ټولنې مشر د پژواک خبری اژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل، پر ایران د امریکا له بندېزونو او د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د تومان د ارزښت له لاسه ورکولو وروسته د افغانستان یو شمېر وګړي هڅه کوي چې د افغانستان له پولو ایران ته په ډېره کچه امريکايي ډالر انتقال کړي.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان د اساسي قانون له مخې هر افغان وګړی کولای شي تر ۲۰ زره امریکايي ډالر او یا د هغه معادل پیسې له هېواده وباسي، خو د ایران د اساسي قانون له مخې هر ایرانی یا بهرنۍ وګړی حق لري تر ۱۰ زره امريکايي ډالر او یا د هغه معادل یاد هېواد ته وارد یا له دغه هېواد څخه بهر کړي.

د هغه په خبره، ایران ته د ۱۰ زره امريکايي ډالرو انتقال تر یو نیم ميلیون تومان پورې ګټه کوي نو په همدې موخه د هېواد د سوېلي سیمو له پولو هره ورځ په سلګونو وګړي په قانوني او غیر قانوني ډول ايران ته ځي او هره ورځ یوه اندازه ډالر له ځان سره وړي.

هغه زیاته کړه، سره له دې چې ایران ته د ډالرو د قاچاق په اړه اندېښنه موجوده ده او امکان لري چې د هرات له شينډنډ ولسوالۍ، د فراه او نیمروز له پولو په قاچاقي ډول ایران ته انتقال شي؛خو ایران ته په قانوني ډول د ډالرو انتقال د اندېښنې وړ ده چې هره ورځ له دوه تر درې ميليون ډالرو پورې په غیرقانوني ډول ایران ته وړل کېږي.

 هغه وويل، د اوس لپاره په هرات کې یو امريکايي ډالر په ۶ زره ایراني تومان؛ خو په ایراني بازارونو کې په ۶ زره او ‍۱۵۰ تومان بدلېږي، نو ایران ته د هر ۱۰ زره امريکايي ډالرو انتقال یو نیم ميلیون تومان ګټه لري؛ نو له دې امله هره ورځ له ۷۰۰ تر ۸۰۰ کسان ایران ته سفر کوي او زیاتره یې له ځان سره ډالر انتقالوي.

د هرات د صرافانو د ټولنې مشر زیاته کړه چې ایران ته د ډالرو انتقال د یاد ولایت په بازارونو کې د ډالرو د بیې په لوړوالي سربېره په هرات کې د ډالرو د کمېدو لامل شوی، له بلې خوا د ډالرو د بیې په لوړېدو د افغانۍ ارزښت کم کړی او په ټولو توکو یې منفي اغېزه کړې ده.

 د هرات د کانونو او صنایعو خونې رییس حميدالله خادم هم ایران ته د ډالرو له قاچاق څخه د اندېښنې په څرګندولو پژواک ته وويل، د هرې ورځې په تېرېدو تومان خپل ارزښت له لاسه ورکوي او ایرانیان هم هڅه کوي چې د خپلو پیسو پر ځاى ډالر وساتي.

نوموړي زیاته کړه:(( له دې وړاندې هم ډالر له افغانستان په ځانکړي ډول هرات نه ایران ته وړل کېدل خو اوس یاد هېواد ته د ډالرو انتقال ډېر شوی؛ له دې امله چې تومان خپله په ایران کې هم ارزښت له لاسه ورکوي، نو ځکه ایرانیان هڅه کوي چې د خپلو پيسو پر ځای ډالر وساتي او په دې برخه کې یې فعاليتونه ډېر شوي چې دا یوه لویه اندېښنه ده او هیله لرو چې دولت به د ډالرو د قاچاق د مخنيوي لپاره یو منظم پلان رامنځ ته کړي او د ډالر د بيې د لوړوالي یو لامل په هېواد کې په ځانګړي ډول هرات کې همدا دی.))

 هغه زياتوي، پر ایران د امریکا له بنديزونو او د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د تومان د ارزښت له لاسه ورکولو وروسته ټول هغه سوداګر چې له ایرانه توکي واردوي له ځان سره ډالر وړي چې د دوی لپاره ډېره ګټه لري.

 خادم زیاته کړه، ایران ته د سوداګرو له لوري د ډالرو د انتقال کره شمېر نه دي معلوم؛ خو په دې وروستيو کې د ډالر په مقابل کې د تومان د ارزښت په راکمېدو سره دغه هېواد ته د ډالرو انتقال په سوداګرۍ بدل شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.