ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” ټاکنو کې په شرایطو د برابرو زندانيانو د ګډون تګلاره وروستۍ شوې”

” ټاکنو کې په شرایطو د برابرو زندانيانو د ګډون تګلاره وروستۍ شوې”

author avatar
20 Jun 2018 - 19:57
” ټاکنو کې په شرایطو د برابرو زندانيانو د ګډون تګلاره وروستۍ شوې”
author avatar
20 Jun 2018 - 19:57

کابل(پژواک، ٣٠ غبرګولی ٩٧): د ټاکنو خپلواک کمېسيون په داسې حال کې په ټاکنو کې د زندانیانو د ګډون د تګلارې د وروستي کېدو او ولایتونو ته د هغه د لېږد خبره کوي چې ۱۶ ورځې وروسته د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې پروسه پای ته رسېږي.

 دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت د زندانونو او توقیف خونو ریاست د معلوماتو له مخې، د هېواد په زندانونو کې د زرو مېرمنو په ګډون ۳۵ زره بندیان د بند شپې او ورځې تېروي.

د رایې ورکولو لپاره پر شرایطو برابر بندیان

د ټاکنو د قانون په پنځمه ماده کې راغلي چې په شرایطو برابر زندانیان حق لري چې د امکان تر کچې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لوري ځانګړي جوړ شوي مرکز ته لاړ او په ټاکنو کې برخه واخلي.

 د یاد قانون په ۳۷ ماده کې راځي، د رايې ورکولو لپاره هغه کسان نوم لیکنه کولای شي چې په لاندې شرایطو برابر وي.

د افغانستان تابعیت ولري، عمر یې د ټاکنو په ورځ ۱۸ کلنۍ ته رسېدلی وي، د قانون د حکم له مخې له ټولنیزو حقونو څخه بې برخې شوي نه وي او د رایې ورکوونکو په لېست کې یې نوم لیکنه کړې وي.

 د افغانستان د جزا کود د ۱۷۲ مادې له مخې هغه کسان چې د یاد قانون د دويم کتاب د لومړي او دويم څپرکي په جرمونو کې لس یا له هغه څخه په کم بند محکوم شوي وي د نورو حقونو تر څنګ په ټاکنیزو تضمينونو کې د نوماندۍ له حق څخه هم بې برخې کېږي؛ خو هغه وخت چې د قانون یا محکمې له لوري ورته بیا دا حق ورکړل شي. په دغه ماده کې د بندیانو د رايې ورکولو له حق څخه د بې برخې توب په تړاو څه نه دي راغلي.

حقوقي کارپوه عبدالشکور دادرس یادو قانوني مادو ته په اشارې سره وویل، هغه بندیان کولای شي رايه ورکړي چې محکمې یې د جزا په حکم کې شرایط نه وي لګولي.

نوموړي یادونه وکړه چې دا ډول شرطونه ډېری په هغه بندیانو لګول کېږي چې په داخلي او بهرنيو امنیتي جرمونو کې لاس لري. خو زیاته یې کړه چې بندیان نه شي کولی د ټاکنیزو پوستونو لپاره ځان نوماند کړي.

په ټاکنو کې د زندانیانو د ګډون د تګلارې وروستي کېدل

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون تخنيکي مرستیالې وسيمې بادغېسۍ پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون په دې وروستیو کې په ټاکنو کې دزندانیانو د ګډون لپاره یوه تګلاره تصویب کړې ده او له هغه څخه به کار واخلي.

نوموړې زیاته کړه چې کمېسیون تر دې مهاله د زندانیانو کره شمېر نه لري؛ خو د جوړې شوې ګړنلارې له مخې به د هېواد له زندانونو څخه د زندانیانو لېست ترلاسه کړي او د هغه له مخې به په شرایطو برابر زندانیان وپېژندل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.