ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او پاکستان دوه، دوه بندي سرتېري سره تبادله کړل

افغانستان او پاکستان دوه، دوه بندي سرتېري سره تبادله کړل

author avatar
21 Jun 2018 - 11:13
افغانستان او پاکستان دوه، دوه بندي سرتېري سره تبادله کړل
author avatar
21 Jun 2018 - 11:13

کندهار (پژواک،٣١ غبرګولى ٩٧): د افغانستان او پاکستان سرحدي امنيتي مسوولينو د کندهار په سپين بولدک کې  دوه، دوه سرتېري سره تبادله کړي دي.

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان د سرحدي پوليسو د کميسارۍ مشر شريف غرزي د غبرګولي په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پاکستاني لوري يو سرتېری او يو نظامي محصل افغان چارواکو ته پرون سپارلي چې له اختر مخکې يې نيولي وو.

هغه زياته کړه، نظامي محصل د کابل په مارشال فهيم نظامي پوهنتون کې زده کړې کوي، چې کور يې په کوېټه کې دی او په رخصتۍ تللی و .

د غرزي په وينا، بل سرتېری په غلطۍ د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته اوښتی و، چې دواړه د پاکستاني ځواکونو له خوا نيول شوي وو او تېره ورځ دوی ته وسپارل شول.

دی وايي، ټاکل شوې ده افغان لوری هم نن دوه پاکستاني پوليس مقابل لوري ته وسپاري چې د امنيتي ځواکونو له خوا څه موده مخکې نيول شوي وو.

بلخوا پاکستانيو رسنيو د ځايي مسوولينو له خولې راپور ورکړى چې سپارل شوي افغان سرتېري حيات الله او لطيف الله نومېږي.

سرچينې زياته کړې، دا کسان تېره مياشت د بلوچستان په پشين سيمه کې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي وو او د ښه نيت په موخه سپارل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.