ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبان دې د اوربند په اړه د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي”

“طالبان دې د اوربند په اړه د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي”

author avatar
21 Jun 2018 - 15:37
“طالبان دې د اوربند په اړه د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي”
author avatar
21 Jun 2018 - 15:37

لښکرګاه (پژواک، ۳۱ غبرګولى ۹۷) په هلمندکې سلګونه قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې له وسله والو طالبانو وغوښتل  چې د سولې او اوربند په اړه يې غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

دا غونډه چې نن د غبرګولي په ٣١مه، د هلمندپه  مرکز لښکرګاه کې جوړه  شوې وه، په کې د سرحدونو او قبايلو وزير محمد شفیق ګل اغا شېرزي  هم ګډون درلود.

هغه وويل، د حکومت د هڅو په پايله کې سولې ته هيله مندي پيدا شوې ده.

نوموړي زياته کړه، د کوچني اختر په ورځو کې که څه هم د درې ورځې اوربند موده لږه وه، خو دا ددوی لاسته راوړنه ده او نړیوالو ته  يې وښوده چې افغانان نور له جګړې ستړي شوي  او دواړه خواوو  په ډېره ښه توګه دغه  پروسه  عملي کړه.

شېرزى وايي : (( دا چې ډېری طالب  مشران د جنوب دي، له دې امله ددې سیمې اوسېدونکي، قومي مخور اودیني عالمان ښه رول لوبولی شي او دوی هم په تېرو نږدې وختونو کې د وسله والو مخالفینو له مشرانو سره چې  دکويټې او پېښور د شورا ګانو غړي دي خبرې ورسره کړي  چې يوه  بلګه  يې تېر اوبند وو.))

خو طالبانو دغه ليدنې رد کړې دي.

د سرحدونو چارو  وزير د ياد ولايت له مشرانو غوښتنه وکړه چې په دې کار کې بې ساري هڅې وکړي  او د کابل د علماوو د شورا  د فتوا په اړه دې خلک خبر کړي.

د هغه  په وينا، دسولې لپاره  د حکومت، نړیوالو او ولسونو زارۍ او غوښتنې د بې غيرتۍ او کمزورتیا په معنا نه دي دا شرعي حکم دی او د ولسونو لومړۍ غوښتنه ده  چې په سوله، امنیت او ارامه  فضا کې ژوند وکړي.

د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان وویل، دسولې او اوربند طرحې  او پروګرامونه د ولسمشر له لومړيتوبو څخه  وو، چې ورو ورو هدف ته رسیږي .

نوموړي زیاته کړه:(( موږ  ددولت  له وسله والو مخالفینو څخه  یو ځل بیا غوښتنه کوو  چې نور له جګړې لاس په سر شي او د هېواد  د امنیت او سولې لپاره  نیغ  په نېغه خبرو ته کېني. ))

دى وايي چې له طالبانو سره يې داوربند په ورځو کې وليدل هغوی هم له جګړو ستړي دي، حکومت هم همدا غوښتنه کوي او له  طالب مشرانو غواړي چې دسولې وړاندیزونه ومني او لبیک ورته ووايي.

د ولایتي شورا رییس عطاء لله  افغان وویل،د اختر په ورځو کې درې ورځني اوربند وښوده چې دا جګړه پردۍ ده، ځکه دواړو خواوو سره له  ډېرو ګواښونو د اختر مبارکۍ ورکړې، یو له بل سره  مېلمانه  شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.