د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

داعش وسله والو د جاسوسۍ په تور له یو کس څخه سر پرې کړی

داعش وسله والو د جاسوسۍ په تور له یو کس څخه سر پرې کړی

Jun 21, 2018 - 17:14

شبرغان(پژواک،٣١غبرګولی٩٧): د جوزجان امنيتي سرچينې وايي چې داعش وسله والو نن سهار د دغه ولایت په درزاب ولسوالۍ کې له یو ۵۵ کلن سړي څخه دولت ته د جاسوسۍ په تور سر پرې کړی دی.

 د جوزجان د امنیه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفیظ خاشي پژواک خبري اژانس ته وویل،عبدالوهاب چې په اصل کې د سرپل ولایت اوسېدونکی دی څه موده وړاندې د درز اب ولسوالۍ له مرکز څخه د داعش د وسله والو له لوري تښتول شوی و او څه موده یې له هغه سره په بند کې تېره کړه.

نوموړي زیاته کړه، نن سهار داعش وسله والو له یاد کس څخه په دې موخه سر پرې کړی چې ګواکې امنيتي ځواکونو ته يې د دوی په اړه معلومات ورکول.

د امنیه قوماندانۍ دامنيت امر په خبره، یاده پېښه د سردرې په سیمه کې چېرته چې د طالبانو مرکز دى رامنځ ته شوې ده.

په همدې مهال د جوزجان د ولايتي شورا غړې حلیمه صدف وايي، هغه کس چې داعش وسله والو ترې سر پرې کړی اصلي نوم یې ابراهيم وو او داعشیانو هغه مهال نیولی وو چې امنیتي ځواکونو ته د معلوماتو په ورکولو بوخت وو.

نوموړې وايي چې هغوى د ابراهیم سر پرې کړی او له سردرې سیمي څخه بیرون یې اچولی خو د جسد په اړه یې تر اوسه معلومات نشته.

د مېرمن صدف په خبره، د سیمې اوسېدونکو سهار ۹ بجې د نوموړي کس سر پیدا کړی خو تر اوسه ښکاره نه ده چې داعشیانو یې جسد چېرته انتقال کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې داعش وسله والو درې میاشتې وړاندې هم له یوولس کلن ماشوم څخه سیمه ییزو ځواکونو ته د ډودۍ  وړلو په تور سر پرې کړی وو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan